د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره

افغانستان

UNDP global website

د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره په افغانستان کې

د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره غواړي چې د دولت وړتیا دومره لوړه کړي چې خپل ولس ته عامه خدمتونه په اغیزمنه، ګټوره، مساوي او مسؤوله توګه وړاندې کړي، یوه مشارکتي ولسواکي او یوه مسؤوله مدني ټولنه پیاوړي کړي او د پایېدونکي معیشت لپاره مناسب او خوندي چاپریال رامنځته کړي .

...نور

د زرېزې پرمختیايي موخې په افغانستان کې

 

له موږ سره اړیکه

له موږ سره اړیکه

انرژي او چاپریال

د پایېدونکې ودې لپاره انرژې او چاپریال

د افغانستان د ژوندانه چاپریال تر ستر فشار لاندې دی. د څو لسیزو جګړې، روانې بېثباتي، عمومي بېوزلۍ، اوږدې وچکالۍ او د نورو طبعي خطرو په وړاندې حساسیت، د نفوس ډیروالي او د بېځایه شوو کورنیو او کډوالو په زیات شمېر کې راستنیدا د هېواد چاپریال او طبعي سرچینو ته ستر زیان اړولی دی.

تر ۷۰ ٪ ډیر افغانان په کلیو کې اوسېږي او هلته په کرنه او نورو کلیوالو کارونو کې بوخت دي چې ټول یې د طبعي سرچینو پر استعمال ستره تکیه لري. که څه هم اټکلونه مختلف دي، د افغانستان له شااوخوا ۶۵۰۰۰۰ کیلو میټره مربع ځمکې نه یوازې ۱۲ ٪ د کرلو وړ ده چې ۴- ۵ ٪ یې اوبه لري او ۷ ٪ یې للمه ده. ۴۵ ٪ یې د مالچر ځمکه ده، تر ۵. ۱ ٪ نه لږ یې پر ځنګلونو پوښل شوې او پاتې ۳۹ ٪ یې غرونه دي. د ملګرو ملتونو د ۲۰۰۴ کال د ګډې ارزونې له مخې کرنه، له کوکنارو پرته، د ټول ناخالص کورني عاید ۴۰ ٪ جوړوي، تر ۷۰ پورې خلک په کې پر کار بوخت دي او د هېواد د معیشت ستره سرچینه جوړوي.

د طبعي سرچینو د بنسټ ویجاړتیا د اکثریت افغانانو پر ژوندانه مستقیماُ سخته اغیزه کوي او همدارنګه په ټولیزه توګه د هېواد اقتصادي وده اغیزمنوي. د بیلګې په توګه د کرنې لپاره د اوبو ګډوډ کنټرول او له اندازې ډیرې راویستنې او ورسره د څو کلونو اوچکالۍ د هلمند په سیند کې د اوبو کچه په بې ساري ډول راښکته کړې او د سستان د لمدو ځمکو د لړۍ ۹۹ ٪ وچه شوې چې د کرنیزو تولیداتو یوه مهمه سرچینه ده.

افغانستان په نړیواله کچه د ځینو مشهورو وحشي ژوو (لکه مارکوپولو او د واورې د پړانګانو) کور دی او همدارنګه د بندې امیر او واخان د تخت په څیر د کتو وړ ځایونه لري. د سیمې د اوبو د یوې مهمې سرچینې په توګه چې د امو او سیستان د اوبو سرچینه ده او د پام وړ سیندونه یې له پولو تیرېږي د سیمې د چاپریال په راتلونکې کې هم مهم نقش لري. دا چې د هېواد د اوبو د سرچینو زیاته برخه په دنګو غرونو کې د پرتو یخبندونو او واورو له ویلیدو سره تړلې او د خاورې زیاته برخه یې وچه او د کرلو وړ نه ده نو د هوا نړیوال بدلون به د افغانستان لا له وړاندې کمو طبعي سرچینو پر پایښت منفي اغیزه وکړي.

د معلوماتو د نشتوالي، د دولت جوړونې ځوان پړاو او د چاپریال په برخه کې د ناکافي بنیادي وړتیا له امله افغانستان د هوا د بدلون په اړه نړیوال بحث، د تطابق او خطرې راکمولو اړوند ګامونو اوچتولو په برخه کې نسبتاُ شاته پاته دی په داسې حال کې چې د هوا بدلون به افغانستان بې له اغیزمېندېو پرې نږدي.

د افغانستان دولت په بشپړه توګه مني چې د چاپریالي ننګونو په وړاندې مقابله کې پاتې راتګ به د هېواد پر اوږدمهاله وده او د هېواد د زریزې پرمختیایي موخو پر لاسته راوړنه منفي اغیزه ولري. د افغانستان راتلونکې ملي پرمختیایي تګلاره کې چاپریال ته د یوې سترې هر اړخیزې مسلې په توګه کتل شوي او د ګڼ سیکتوري او منسجمې لارې څخه یې د اوارولو لارې چارې په ګوته شوې دي. په دې وروستیو کلونو کې افغانستان د پولې څیرمه طبعي سرچینو د پایېدونکي تنظیم په اړه له ګاونډیو هېوادونو سره خبرې اترې پیل کړې او په ګڼ اړخیزو چاپریالي تړونونو کې یې فعاله برخه اخیستنه پیل کړې ده.

د افغانستان د دولت په ملاتړ کې، د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره غواړي چې د هېواد د پرمختیا په بهیر کې د چاپریال اړوند اندیښنو ته د پاملرنې له لارې د پایښت وړ پرمختیا د چوکاټ په رامنځته کولو کې ونډه واخلي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې د انرژي او چاپریال څانګه په همدې موخه اوس مهال د اړوندو دولتي ادارو لکه د چاپریال ساتنې ملي ادارې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د بنیادي کاري وړتیا پر لوړولو تمرکز کوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره له دغو اړوندو ادارو او د ملګرو ملتونو له نورو مؤسسو سره په ګډه کار کوي چې په ملي او محلي پلان جوړونه کې د چاپریا مسایلو ته ځای ورکړي، د چاپریال په اړه عامه پوهاوي زیات کړي او په راتلونکې کې د چاپریال او انرژۍ اړوند پروژو د پراختیا لپاره ازمیښتې پروژې پلي کړي. د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادراه له خپل نړیوال قمومیت، شبکې او تجربې نه په ګټې اخیستنې سره له دولت سره مرسته کوي چې د پولې څیرمه د اوبو د تنظیم او نړیوال چاپریال اړوند مسایل حل کړي او همدارنګه د چاپریال سره تړليو پروژو ته مالي لګښت برابر کړي.

له تیرو دوو کلونو راهیسې د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره د زرغون افغانستان په نوښت کې فعاله ونډه اخلي. دغه پروګرام د ملګرو ملتونو د ګڼو ادارو لکه د ملګرو ملتونو د چاپریال ساتنې ادارې، د خوارکي توکو او کرنې مؤسسې (FAO)، د خوراکې توکو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د پروژوي ملاتړ دفتر له خوا په ګډه پلي کېږي چې د چاپریال ساتنې په برخه کې د دولت د ظرفیت لوړولو، په یو شمیر کلیو کې بدیل او د چاپریال له پلوه د پایښت وړ معیشت ته د ودې ورکولو او د چاپریال په اړه د اګاهي او پوهاوي د خپرولو موخه لري.
د زرغون افغانستان د پروګرام په چوکاټ کې د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره د چاپریال په اړه د پوهاوي د کچې او ظرفیت لوړولو پروژه پلي کوي چې عمدتاً د افغانستان په شمال کې د بلخ، سرپل، سمناګانو او جوزجان ولایتونه په کې په نښه شوي دي. دغې پروژې تر اوسه پورې ۴۰ د چاپریال ساتنې کلیوالې کمېټې او په ښوونځیو او بانډو کې یې تر ۷۰ ډیر د زرغونولو کلبونه جوړ کړي دي. په دغه پروژه کې د ځوانانو په لاس د چاپریال ساتنې اړوند پیغامونه خپرېږي چې تر اوسه یې د ۸۰ ښوونځیو تر ۱۰۰۰۰۰ ډیرو نجونو او هلکانو، ۱۶۰ ولایتي دولتي چارواکو او تر ۲۰۰۰ ډیرو کلیوالو ښځو ته د پوهاوي پیغامونه رسولي دي.

د انرژي په برخه کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې او د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا د وزارت د سیمه یېزې پرمختیا تر پروګرام لاندې د افغانستان د کلیو د پرمختیا لپاره د انرژې پروګرام ترلاس لاندې نیول شوی دی. دغه پروګرام د دولت او ولسي خلکو د ظرفیت لوړولو، د پالیسیو د بیا کتنې او د کلیوالې او د نوې کېدو وړ (باد، لمر، لرګیو) انرژۍ ازمیښتي پروژو د پلي کولو موخه لري. دا د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې د پروګرامونو دننه د بېوزلۍ او چاپریال تر منځ د اړیکې د ټینګولو یوه بېلګه ده. د سیمه یېزې پرمختیا له ملي پروګرام سره د کلیوالې انرژۍ د پروژې نښلول دا حقیقت په ګوته کوي چې په کلیوالو سیمو کې د پایښت وړ انرژي د افغانستان د هر اړخیزې کلیوالې پرمختیا په لار کې یوه ستره ننګونه ده چې معیشتې او چاپریالي پایلې لري. د افغانستان د کلیو د پرمختیا لپاره د انرژۍ د برابرولو پروګرام ټیم جوړ شوی او د پروژې فعالیتونه به په ۲۰۰۸ کې پیل شي.

د انرژي او چاپریال یو شمېر پروژې چې د چاپریال د نړیوالې ادارې او همدارنګه د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادراې د هسپانیې د زرېزې د پرمختیایي موخو د لاسته راوړنې د نوي جوړ شوي وجهي صندوق په مرسته به پلي شي، په لیکه کې دي. په دې کې لاندې پروژې او پروګرامونه شامل دي: په نړیواله کچه د پام وړ ژوو د تنوع د ساتنې لپاره د ځایي نادولتي مؤسسو او ولسي ټولنو د فعالیتونو د ملاتړ لپاره د کوچنیو مرستو پروګرام؛ د هېواد د ارزښتمنو او بېثباته طبعي سرچینو د بنسټ د اغیزمن تنظیم لپاره د دولت د کاري ظرفیت لوړولو په خاطر ”په افغانستان کې د ځمکې د پایېدونکي تنظیم لپاره د ظرفیت لوړولو“ پروګرام او ”په افغانستان کې د باثباته چاپریال ساتنې لپاره د پیاوړو لارو چارو د برابرولو“ پروګرام چې د ملګرو ملتونو یو نوی ګډ پروګرام دی او د خوراکي تو او کرنې له سازمان او د ملګرو ملتونو د چاپریال ساتنې له ادارې سره یوځای د افغانستان د چاپریال ساتنې ادارې، د کرنې او مالدارۍ وزارت او د کلیو د بیارغونې او پرمختیا له وزارت سره په ګډه پلي کېږي. دغه ټول پروګرامونه تمه کېږي چې په ۲۰۰۸م کې به ښه درز کې پیل شي.

Projects

 

|له موږ سره اړیکه | | له موږ سره کار | | د چاپ حق او د کارولو شرطونه |