|
د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره په افغانستان کې |
د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره غواړي چې د دولت وړتیا دومره لوړه کړي چې خپل ولس ته عامه خدمتونه په اغیزمنه، ګټوره، مساوي او مسؤوله توګه وړاندې کړي، یوه مشارکتي ولسواکي او یوه مسؤوله مدني ټولنه پیاوړي کړي او د پایېدونکي معیشت لپاره مناسب او خوندي چاپریال رامنځته کړي .
...نور
|
د زرېزې پرمختیايي موخې په افغانستان کې |
 |
له موږ سره اړیکه |
له موږ سره اړیکه |
|
ولسواکي او ولسواک حکومت |
ولسواک حکومت د زرېزې د پرمختیایي موخو په ځانګړې توګه د بېوزلي د له منځه وړلو موخې په لاسته راوړلو کې مرکزي نقش لوبوي. په افغانستان کې د زرېزې د پرمختیایي موخو لاسته راوړنه په مرکزي او محلي کچه د پیاوړې، مشروع او اغیزمنې عامه ادارې له شتون سره تړلې ده. داسې اداره چې د بېوزلو په ګډون د عام ولس اړتیاوو ته ځواب ویونکي وي.
د بون له تړون نه وروسته ډیر ټینګار د دولت د بنسټیزو ادارو پر جوړولو و. اوس ننګونه داده چې دغه ادارې په اغیزمنه توګه پرمختیایي چارې پر مخ بوزي. منتخب دولت د کمزورو ادارو، ټیټ کاري ظرفیت، اداري فساد، ناامني او د مرکزی دولت، ولایتي ادارو او محلي خلکو تر منځ واټن په څیر ډیرو ننګونو سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره د دولت د عمومي او مرکزي ظرفیتونو د پیاوړي کولو لپاره په مقدمو دولتي ادارو کې د مدیریت، مشرتابه او اړیکو په برخه کې د ملکي دولتي کارکوونکو د کاري ظرفیت پر لوړولو تمرکز کوي. په دې کې د مرکزي دولت د کاري ظرفیت لوړول، د مرستې د اغیزمنې ملي تګلارې برابرول، د مرستې د اداره کولو ظرفیت رامځته کول او د معلوماتو د اداره کولو سیسټمونو ته وده ورکول شامل دي. امانتي وجهي صندوقونه له دولت سره مرسته کوي چې مالي سرچینې راټولې کړي او له ملي پرمختیایي بودجې سره مرسته کوي چې د پروژو د تمویلولو د داسې لارو چارو د برابرولو پر مټ راټولې شوې مالي مرستې اداره کړي چې بودجې یې د وړاند وینې وړ وي.
په محلي کچه د افغانستان د محلي ادارې د پیاوړي کولو تر پروګرام لاندې له دولت سره د محلي ادارې د پالیسي او حقوقي او انتظامي چوکاټ د جوړولو؛ د ولایتي او ولسوالیو د بنیادي او اداري ظرفیت لوړولو او د ولسوالیو د شوارګانو د کاري ظرفیت لوړولو له لارې چې د دولت او ولس تر منځ د پله نقش ولوبوي مرسته کېږي.
د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره د ولسواکۍ له ټینګېدا سره د ملي بنسټونو (د ټاکنو خپلواک کمېسیون او پارلمان) د جوړولو، د روڼیتا او حساب ورکولو ودې او ځوانانو او ښځو ته له ځانګړې پاملرنې سره د مدني ټولنې د پیاوړې کولو له لارې مرسته کوي. د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره د حقوقو او مساوات د ودې لپاره د عدلیې، بشري حقوقو، د ښځو او نارینه وو د مساوات او د معلولیت په برخه کې کار کوي.
د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره د روان ولسواک اوښتون په ملي بهیرونو کې لاندې مرکزي مرستې کوي: (۱) د پالیسي په هکله سلامشوره او تخنیکي مرسته؛ (۲) د ادارو او افرداو کاري ظرفیت لوړول؛ (۳) تبلیغ، اړیکې او عامه پوهاوی؛ (۴) منځګړیتوب او د خبرو اتر وده او (۵) د پوهې او ښو کاري دودونو شریکول.
د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره له افغانستان سره د ولسواک حکومت په پیاوړتیا کې له لاندې لارو مرسته کوي:
Projects
|
|