د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره

افغانستان

UNDP global website

د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره په افغانستان کې

د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره غواړي چې د دولت وړتیا دومره لوړه کړي چې خپل ولس ته عامه خدمتونه په اغیزمنه، ګټوره، مساوي او مسؤوله توګه وړاندې کړي، یوه مشارکتي ولسواکي او یوه مسؤوله مدني ټولنه پیاوړي کړي او د پایېدونکي معیشت لپاره مناسب او خوندي چاپریال رامنځته کړي .

...نور

د زرېزې پرمختیايي موخې په افغانستان کې

 

له موږ سره اړیکه

له موږ سره اړیکه

د ماشومانو مړینه کمول (څلورمه موخه)

.. افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادنو څخه دی چې ډیر کوچنیان او تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان په کې مري. یوازې په انګولا، لایبیریا او سیرالیون کې له افغانستان نه ډیر کوچنیان او ماشومان مري.
.. په پام کې ده چې د ۲۰۰۳ په پرتله به د کوچنیانو او تر پنځه کلونو کم عمره ماشومانو مړینه تر ۲۰۱۵ پورې ۵۰ ٪ او تر ۲۰۲۰ پورې دوه پر درې را ښکته شي.
.. که څه هم د معفیتي کمپاینونو او په پلرونو او میندو کې د ماشومانو د ښې ساتنې په هکله د اګاهي او د حفظ الصحیې د ښه کېدو له امله د تر پنځه کلونو کم عمره ماشومانو مړینه کمه شوې خو د نویو زېږېدونکو ماشومانو د مړینې د لوړې کچې له امله په عمومي توګه د ماشومانو د مړینې کچه لوړه پاتې شوې ده.
.. په افغانستان کې تر پنځه کلونو کم عمره ماشومان اکثراً د انتاني ناروغیو لکه نس ناستي، د تنفسي انتاناتو او داسې ناروغیو له امله چې په واکسین سره یې مخه نیول کېدای شي مري.
.. د ماشومانو د روغتیا په ستونزو کې د پاکو اوبو کمی او خرابه حفظ الصحیه هم ستر لاس لري ځکه چې اکثریت وګړي پاکو اوبو او د حفظ الصحیې اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
.. ماشومانو ته د واکسینونو ورکړه ډیره شوې خو په ښاري سیمو په ځانګړې توګه غټو ښارونو کې د کلیوالو سیمو په پرتله ډیره زیاته شوې او په دې توګه په حیرانوونکې توګه د ماشومانو مړینه په ښاري سیمو کې د کلیوالو سیمو په پرتله ۲۰ ٪ ټیټه ده.
د شري معافیتي پروګرام یو بریالیتوب ګڼل کېږي چې ۷۵ ٪ تر ۱۲ میاشو کم عمره ماشومان نجونې او هلکان یو برابر په کې واکسین شوي دي.
د زریزې افغاني پرمختیایي موخه او شاخصونه
== له ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۵ پورې تر ۵ کلنۍ کم عمره ماشومانو مړینه ۵۰ ٪ راټیټول او تر ۲۰۲۰ پورې یې د ۲۰۰۳ د اندازې دریمې برخې ته راټیټول.
.. تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو د مړینې کچه
.. د تیخورو کوچنیانو د مړینې کچه
.. د هغو یو کلنو ماشومانو تناسب چې د شري واکسین ورکړای شوی وي
 

 

|له موږ سره اړیکه | | له موږ سره کار | | د چاپ حق او د کارولو شرطونه |