د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې په هکله
د ملګرو ملتونو پرمختيايي اداره د ملګرو ملتونو هغه نړيواله پرمختيایي شبكه ده چې د بدلون په لار كې نه ستړې کېدونکې هڅې کوي او د ولسونو د ښې راتلونكې لپاره هېوادونه له پوهې، تجربو او سرچينو سره تړي. مونږ د نړۍ په ۱۶۶ هېوادونو كې له دولتونو او ولسونو سره د كورنيو او نړيوالو پرمختيايي ننګونو په وړاندې د دوى د حل له لارو چارو سره سم ګډ كار كوو. تر هغه پورې چې دغه هېوادونه خپل کاري ظرفیت لوړوي د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې او ددغې ادارې د بېشمیره شریکانو له کارپوهانو نه ګټه اخلي.
...نور
د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره په افغانستان کې څه کوي
د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره غواړي چې د دولت وړتیا دومره لوړه کړي چې خپل ولس ته عامه خدمتونه په اغیزمنه، ګټوره، مساوي او مسؤوله توګه وړاندې کړي، یوه مشارکتي ولسواکي او یوه مسؤوله مدني ټولنه پیاوړي کړي او د پایېدونکي معیشت لپاره مناسب او خوندي چاپریال رامنځته کړي.
...نور
د دولتي سیکتور د کاري ظرفیت د پیاوړي کولو په اړه نن د اداري سمون او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون او د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې ګډه غونډه جوړه کړه.
...نور
د زرېزې پرمختیایي موخې
د زرېزې پرمختیایي موخې په افغانستان کې
د بشري پرمختیا حالت او د زریزي افغاني پرمختیایي موخې


|