د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره

افغانستان

UNDP global website

د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره په افغانستان کې

د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره غواړي چې د دولت وړتیا دومره لوړه کړي چې خپل ولس ته عامه خدمتونه په اغیزمنه، ګټوره، مساوي او مسؤوله توګه وړاندې کړي، یوه مشارکتي ولسواکي او یوه مسؤوله مدني ټولنه پیاوړي کړي او د پایېدونکي معیشت لپاره مناسب او خوندي چاپریال رامنځته کړي .

...نور

د زرېزې پرمختیايي موخې په افغانستان کې

 

له موږ سره اړیکه

له موږ سره اړیکه

د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې بنسټیز پيغام

د ملګرو ملتونو پرمختيايي اداره د ملګرو ملتونو هغه نړيواله پرمختيایي شبكه ده چې د بدلون په لار كې نه ستړې کېدونکې هڅې کوي او د ولسونو د ښې راتلونكې لپاره هېوادونه له پوهې، تجربو او سرچينو سره تړي. مونږ د نړۍ په ۱۶۶ هېوادونو كې له دولتونو او ولسونو سره د كورنيو او نړيوالو پرمختيايي ننګونو په وړاندې د دوى د حل له لارو چارو سره سم ګډ كار كوو. تر هغه پورې چې دغه هېوادونه خپل کاري ظرفیت لوړوي د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې او ددغې ادارې د بېشمیره شریکانو له کارپوهانو نه ګټه اخلي.

د نړۍ مشرانو هوډ کړی چې د بېوزلۍ د نیمایي کولو د سترې موخې په ګډون به د زریزې پرمختیایي موخې تر ۲۰۱۵ کال پورې ترلاسه کوي. د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې شبکه دغو موخو ته د رسېدو لپاره نړیوالې او ملي هڅې همغږې کوي. موږ له هېوادونو سره مرسته کوو چې د ولسواک حکومت، د بېوزلۍ د کمولو، د ناورینونو د مخنیوي او رغونې، انرژي او چاپریال، معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجیو او له ایډز سره د مبارزې په لارې کې پرتو ننګونو ته د حل لارې پیدا کړي.
 

 

 

|له موږ سره اړیکه | | له موږ سره کار | | د چاپ حق او د کارولو شرطونه |