|
د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره په افغانستان کې |
د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره غواړي چې د دولت وړتیا دومره لوړه کړي چې خپل ولس ته عامه خدمتونه په اغیزمنه، ګټوره، مساوي او مسؤوله توګه وړاندې کړي، یوه مشارکتي ولسواکي او یوه مسؤوله مدني ټولنه پیاوړي کړي او د پایېدونکي معیشت لپاره مناسب او خوندي چاپریال رامنځته کړي .
...نور
|
د زرېزې پرمختیايي موخې په افغانستان کې |
 |
له موږ سره اړیکه |
له موږ سره اړیکه |
|
د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره په افغانستان کې |
د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره غواړي چې د دولت وړتیا
دومره لوړه کړي چې خپل ولس ته عامه خدمتونه په اغیزمنه، ګټوره، مساوي او مسؤوله
توګه وړاندې کړي، یوه مشارکتي ولسواکي او یوه مسؤوله مدني ټولنه پیاوړي کړي او د
پایېدونکي معیشت لپاره مناسب او خوندي چاپریال رامنځته کړي.
د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره تر ۵۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې کار کوي او د
طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې له اسلام اباد څخه کار تر سره کاوه. په دغه لسېزه کې د
ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې په ټول هېواد کې اولسونو ته د ۲۰۰ میلونه امریکایي
ډالرو مرسته ورسوله. د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې د ۲۰۰۲م کال په سر کې په کابل
کې خپل دفترونه بیا پرانیستل. د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره له افغانانو سره
مرسته کوي چې د نویو ننګونو په وړاندې ودرېږي، خپل هېواد د بیارغونې له پړاو څخه د
پرمختیا په لور بوځي او تر ۲۰۲۰ پورې د زرېزې پرمختیایي موخې ترلاسه کړي.
د ۲۰۰۱ په ډیسامبر کې د بون د تړون له لاسلیکېدو راهیسې د ملګرو ملتونو پرمختیایي
ادارې په افغانستان کې ۱.۱ میلیارده امریکایي ډالر لګولي دي. په ۲۰۰۵م کې، د ملګرو
ملتونو پرمختیایي ادارې د ۳۴۹ میلونه امریکایي ډالرو مرسته ترلاسه کړې او لګولې ده،
په ځانګړې توګه د ټاکنو، بې وسلې کولو، بیارغونې او د ادارې جوړونې په لار کې؛ په
۲۰۰۶م کال کې یې ۲۰۲ میلونه امریکایي ډالر، زیاتره د امنیتي سیکتور (پولیسو)
بیارغونې، کلیوالې پرمختیا او دولت جوړونې په لار کې لګولي دي.
د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې نوي پروګرامونه د افغانستان له منځمهاله ملي
پرمختیایي تګلارې سره سم په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د دولت جوړونې، ولسواکۍ او باثباته
معیشت په برخه کې پلي کېږي.
د ملګرو ملتونو پرمختيايي اداره له دولت سره د امنيت او د قانون د واكمنۍ، د ادري
خدمتونو سمون، روڼتيا او حساب وركولو، محلي ادارې، سياسي بهير (د ټاکنو کمېسیون او
نوي پارلمان سره مرسته)، د مدنې ټولنې ځواكمنولو، ځوانانو، د ښځو او نارينه وو د
برابري، بشري حقوقو، چاپريال او كليوالې انرژۍ، په ټولنه كې د پخوانيو وسله والو د
بیا ميشته كولو، د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې د ملي تګلارې پلي كولو او
همدارنګه د كليوالې پرمختيا پلان جوړونې او د خصوصي سيكتور د پرمختیا په ډګرونو کې
د یو شمیر پرمختیایي موخو د لاسته راوړنې په لار کې مرسته کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې پروګرامونه امنیت (د ناقانونه
وسله والو ډلو ړنګونې، ماین پاکۍ، د ناکاره مهماتو له منځه وړنې او پولیسو) ته
ځانګړې پاملرنه کوي، چې د افغان دولت له خوا د زریزې د پرمختیایي هدف په توګه
پېژندل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې ټولې کړنې د افغانستان له دولت، د ملګرو ملتونو
نورو ادارو او پرمختیایی چارو کې ښکیلو مؤسسو سره په نږدې همکارۍ کې ترسره کېږي. له
یوناما، متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې، جاپان، کاناډا، برتانیا، هالنډ، ایټالیا،
جرمني او ناروې سره ګډ کار د پایلو د لاسته راوړنې لپاره ډیر اړین و. له ۲۰۰۲ تر
۲۰۰۷ پورې د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې د افغانستان لپاره ۴.۱ میلیارده (څوارلس
سوه میلونه) امریکايي ډالرو مرسته راټوله کړې ده.
له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې د مرستې په هکله غټ ټکي:
. له افغان لنډمهاله ادارې سره مرسته
د بون د تړون له لاسلیکېدو نه وروسته د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې د افغان
لنډمهاله ادارې امانتي صندوق جوړ کړ چې د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې، د
دولتي ودانیو د بیارغونې او د وسایلو د پیردونې په ګډون د ملکي خدمتونو د بیارغونې
د اړتیاوو لپاره پیسې برابرې کړي. په شپږو میاشتو کې په ټولو ولایتونو کې د تادیاتو
د ورکړې جدولونه له سره ورغول شول. د ملګرو ملتونو پرمختیایې ادارې همدارنګه د
اساسي قانون د لویې جرګې او د اساسي قانون له تسوید سره مرسته وکړه.
. له ټاکنو سره مرسته
د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې د ۱۳۸۳ کال د ولسمشرۍ له ټاکنو سره مرسته وکړه چې ۸
میلونه رایه ورکوونکو پکې رایه ورکړه چې ۴۲ ٪ یې ښځې وي او حامد کرزی پکې د ولسمشر
په توګه وټاکل شو. د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له
جوړېدو سره مرسته وکړه چې د ۱۳۸۴ کال د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو ټاکنې یې
ترسره کړې. په دغو ټاکنو کې ۴.۶ میلونه رایه ورکوونکو برخه واخیسته چې ۴۱ ٪ یې ښځې
وي.
. له پارلمان سره مرسته
د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو د ټاکنو په پایله کې په وروستیو درې لسېزو کې د
لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۵ په ډیسامبر کې د افغانستان ملي ښورا پرانیستل شوه. له همدې
نېټې راهیسې د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره هڅه کوي چې د پارلمان د غړو او اداري
کارکوونکو کاري وړتیا لوړه کړي چې خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي. ټاکل شوو
ولایتي شوراګانو هم له نویو مهارتونو او وسایلو څخه ګټه پورته کړې ده.
. په ملکي خدمتونو کې ښه والی
د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره له خپلو دولتي همکارنو سره ګډ کار کوي چې دولتي
کارمندان پر داسي مهارتونو او وسایلو سمبال کړي چې د بدلون پلي کولو وړتیا ولري او
د خپل کار په ساحه کې اغیزمنتوب ډیر کړي. د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې د ملي
بودجې په تیارولو کې ونډه اخیستې او له دولت سره یې د لومړیتوبونو د ټاکلو او د
مرستو د همږۍ په برخه کې مرسته کړې ده. د اداري جوړښتونو او پروسو منطقي کېدو او د
معلوماتي ټکنالوجۍ د اسانتیاوو نوي کېدو هم له دولت سره مرسته کړې ده.
. د ۶۲۰۰۰ پخوانیو وسله والو بې وسلې کول، ملکي ژوند ته راګرځول او په ټولنه کې
میشتول
د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې تر ۶۲۰۰۰ ډیرو پخوانیو جنګیالیو په بې وسلې کولو او
ملکي ژوند ته راګرځولو کې مرسته کړې او اوس یې په ټولنه کې د میشته کولو پر هڅو
لګیا ده.
. معاش لرونکي او ښه روزل شوي ملي پولیس
د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د پولیسو د منظمو معاشاتو،
د امنیت د پیاوړتیا او د قانون د واکمنۍ لپاره د قانون او نظم امانتي صندوق جوړ کړی
دی.
. عدالت، بشري حقونه او د ښځو او نارینه وو مساوات
د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې د عدلي سیکتور د سمون او بشري حقوقو د خوندیتوب
لپاره بنسټ کېښود چې د ښځو د حقوقو خوندیتوب ته به هم په کې پاملرنه وشي. د ملګرو
ملتونو پرمختیایي اداره همدارنګه له افغان معلولینو سره مرسته کوي چې زده کړې،
روغیتا او کار ته د لاس رسي له حقوقو څخه ګټه پورته کړي.
. د بې وزلو لپاره معیشت
کلیوالو او ښاري زیربنایي پروژو ځايي خلکو ته د مسلکي روزنې او لنډ مهاله دندو د
فرصتونو د برابرولو له لارې په ټول افغانستان کې ولسونو ته ګټه رسولې ده. د ملګرو
ملتونو پرمختیايي ادارې د کلینیکونو، ښوونځیو، دولتي ودانیو، محکمو، سرپناوُو،
سړکونو، ویالو، څاوو، کانالونو، بندونو او استنادي دیوالونو له جوړېدو او بیارغونې
سره مرسته کړې ده.
. محلي اداره
د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې په مرسته د ۱۴ ولایتونو په ۱۳۸ ولسوالیو کې د
ولسوالیو پرمختیایي پلانونه طرحه شوي دي. کلیوالې پرمختیایي پروژې په ۲۶ ولایتونو
کې پلي شوې دي.
|
|