د بېوزلو د ځواکمنولو لپاره د ملي نوښتونو وده
د طالبانو د رژیم له راپرزېدو نه پنځه کاله وروسته افغانستان اوس د رغونې او پرمختیا پر څلورلاره کې ولاړ دی. که څه هم په بېلابېلو ټولنیزو او اقتصادي خواوو کې د پام وړ پرمختګ شوی خو ډیرې ننګونې په خپل ځای پاتې او یا په ډیرېدو دي.
ښارونو ته د بې ساري شمیر وګړو کډه کېدل او په ځانګړې توګه د کډوالو ټولنېزه او اقتصادي میشته کېدنه د ښاري ادارو او معیشت لپاره ستره ننګونه ده. د دې برسېره د غیررسمي میشتغالو پراختیا او په دغو میشتغالو کې د معیشت خراب شرایط او د استوګنځایونو کمی د ښاري ادارې د چارواکو لپاره یو بل سرخوګی دی.
اوزګارتیا په ځانګړې توګه په ښاري سیمو او د بې وسلې شوو پخوانیو جنګیالیو په منځ کې پر ځای پاتې ده او د هېواد په ځینو سیمو کې امنیتي بې ثباتي ته په پام سره د بشري خوندیتوب په وړاندې ستر خنډ ګڼل کېږي.
د راستنو شوو کډوالو، کورنیو بې ځایه شوو وګړو، پخوانیو وسله والو، معلولینو او ښځو په ګډون له زیان سره مخ وګړو ستونزې لا ندې اورې شوې ځکه چې وګړي په ټولېزه توګه له پڅې پرمختیا نه سر ټکوي او له زیان سره مخ ډلې اوس هم له پامه غورځول شوې او په ټولنیزو او او اقتصادي فرصتونو کې له زیان سره مخ دي.
د افغانستان په کلیو او باڼدو کې چې د افغانستان د اصلي صنعت یانې کرنې ملاتیر جوړوي، د پاکې او ارزانه انرژۍ د نشتوالي په ګډون د تخنیکي او بیخبنایي ظرفیت نشتوالی ټولنېز او اقتصادي ناخوندیتوب ته ادامه ورکوي. په افغانستان کې د کرنې له ستر ظرفیت سره سره په کلیو کې د نوښتګرو تجارتي نظریاتو نشتوالی، له تجارتي بازارونو د کلیو جلاوالی، له پانګې او ټیکنالوجي نه لیریوالی او د خصوصي سیکتور کمزوری چاپریال د خصوصي سیکتور د ودې او وګړو ته د کار موندنې په وړاندې غټ خنډونه دي.
د هېواد په ډیرو برخو کې د سختو اقلیمي او جغرافیایي شرایطو، د کلونو جګړې او د نفوسو د چټکې ودې له امله طبعي سرچینې په ناکنټرول شوي او بې ثباته ډول استعمالېږي. د سرچینو ویجاړتیا، د ژوندانه د چاپریال خرابتیا او د هېواد په ډیرو برخو کې د ناقانونه اپینو اقتصاد او د طبعي پېښو احتمال د سختې اندیښتنې وړ او د هېواد د اوږدمهاله ودې په وړاندې یو ګواښ دی.
د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره غواړي چې د محلي او ټولنیزو نوښتونو، له خصوصي سیکتور سره د ګډ کار، د پولو پورې راپورې راکړې ورکړې او اړوندو سوداګریزو ټولنو ته د افغانستان د لار موندلو له لارې د کورني اقتصاد له پیاوړتیا سره مرسته وکړي. په دې ساحه کې د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره د ښځو او نارینه وو مساوات ته د ودې ورکولو، د اقتصادي فرصتونو د پراختیا، د باثباته معیشت د ودې، د طبعي سرچینو د ادارې او د طبعي پېښو د خطر د کمولو له لارې د بشري خوندیتوب او د بېوزلو وګړو د ژوند د ښه والي لپاره کار کوي.
په مرکزي او سیمه ییزه کچه د دولت ظرفیت دومره نه ده چې دغه ټولې ستونزې اوارې کړي. د دولت د کاري ظرفیت له لوړولو او د دولت د بنسټونو له جوړولو سره مرسته د هېواد په پرمختیایي اجنډا او هم د ملګرو ملتونو د کارونو په سر کې ځای لري.
د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره په ملي کچه د پالیسیو او بنسټونو د جوړلو په برخه کې او په محلي او ولسي کچه د کاري ظرفیت د لوړولو او خلکو د واکمنولو له لارې ګڼ پوړېزه او ګڼ سیکتوري مرسته کوي. د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره د کلیو او ښاري پرمختیا، د زرېزې د پرمختیایي موخو په هکله د سلامشورو، د خصوصي سکیتور د پرمختیا، د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې، د چاپریال ساتنې او د طبعي پېښو لپاره د تیاري په برخه کې یو شمیر پروژې پر مخ وړي. په دغو ټولو پروژو کې د ټولنیز جنسیت، د طبعي پیښو لپاره تیاری، چاپریال او له زیان سره مخ ډلو سره مرسته د عمومي موضوعاتو په توګه ځای لري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره د لاندې پروژو له لارې د بې وزلو د ځواکمنولو لپاره ملي نوښتونو ته وده ورکوي.
Projects
|