|
د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره په افغانستان کې |
د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره غواړي چې د دولت وړتیا دومره لوړه کړي چې خپل ولس ته عامه خدمتونه په اغیزمنه، ګټوره، مساوي او مسؤوله توګه وړاندې کړي، یوه مشارکتي ولسواکي او یوه مسؤوله مدني ټولنه پیاوړي کړي او د پایېدونکي معیشت لپاره مناسب او خوندي چاپریال رامنځته کړي .
...نور
|
د زرېزې پرمختیايي موخې په افغانستان کې |
 |
له موږ سره اړیکه |
له موږ سره اړیکه |
|
د ناورین له مخنیوي او رغونې سره مرسته |
د پخوانیو وسله والو د بې وسلې کولو او ملکي ژوندانه ته راګرځولو، ماین پاکۍ، د سولې ټینګښت او بشري خوندیتوب په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنو سره سره د امنیت په لار کې اوس هم سترې ننګونې پرتې دي. د تیرو څو لسېزو جګړو او ورستي بغاوت له امله په ټول هېواد کې بې اندازې ډیره وسله، ماینونه او مهمات خپاره شوي دي. د قانون د واکمنۍ او د ولسونو د معیشت په وړاندې نورو پرتو ننګونو کې د پولیسو د سمون د بهیر پڅوالی، انفرادي زورمندان چې ناقانونه وسله واله ډلې یې ملاتړ کوي او د اپینو د اقتصاد پراختیا ( چې اوس د ناسوچه کورني عاید ۳۰- ۴۰ ٪ جوړوي) د یادولو وړ دي. ځمکني ماینونه او طبعي ناورینونه لکه اوچکالي، سیلابونه او زلزلې د پرمختیا په وړاندې غټ خنډونه دي.
د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره له یو پلوه د رغونې د لنډ مهاله اړتیاوو د پوره کولو له نوښتونو سره مرسته کوي او له بل پلوه په ټولنه کې د کورنیو بېځایه شوو وګړو، راستنو شوو کډوالو، له طبعي ناروینونو نه د اغیرمنو شوو خلکو، معلولینو او پخوانیو وسله والو په څیر له زیان سره مخ ډلو پر اوږدمهاله میشته کېدنې باندې کار کوي.
د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره غواړي چې د پرسونل ضد ماینونو، وسلو او مهماتو اغیزه د خلکو پر ژوند کمه کړي او د شخړو مخنیوي، سولې او پایېدونکې پرمختیا کې کلکه ونډه واخلي. د ملګرو ملتونو پرمختیايي اداره له افغان دولت سره مرسته کوي چې ناقانونه وسله والې ډلې ړنګې کړي. د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره له ملي ادراو سره کار کوي چې د ولایتونو، ولسوالیو او کلیو په کچه د طبعي ناورینونو د خطرو د کمولو نوښتونه پلي کړي. د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره په ټولنه کې د پخوانیو وسله والو له میشته کولو سره د روزنیزو پرواګرمونو او بدیل معیشت د برابرولو له لارې مرسته کوي. د پروژو له لارې په ښارونو او کلیوالو سیمو کې خلکو ته د کار د پیدا کولو او د ټولنو د هڅولو پر مټ په مسقیمه توګه د کورنیو د عاید مسایلو ته د ځواب موندلو او په ناقانونه اقتصاد کې د برخه اخیستنې د مخنیوي هڅه کېږي.
د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره په افغانستان کې د ناورینونو د مخنیوي او رغونې لپاره لاندې کارونه ترسره کوي:
Projects
|
|