د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره

افغانستان

UNDP global website

د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره په افغانستان کې

د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره غواړي چې د دولت وړتیا دومره لوړه کړي چې خپل ولس ته عامه خدمتونه په اغیزمنه، ګټوره، مساوي او مسؤوله توګه وړاندې کړي، یوه مشارکتي ولسواکي او یوه مسؤوله مدني ټولنه پیاوړي کړي او د پایېدونکي معیشت لپاره مناسب او خوندي چاپریال رامنځته کړي .

...نور

د زرېزې پرمختیايي موخې په افغانستان کې

 

له موږ سره اړیکه

له موږ سره اړیکه

د تهیې او تدارکاتو بهیر

د یوې پروژې طبعیت او لویوالي ته په پام سره، د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره د وسایلو، ودانیزو کارونو او یا خدمتونو د تهیې او تدارکاتو لپاره له لاندینو میتودونو نه کار اخلي:

ازاده نړیواله سیالي
محدوده نړیواله سیالي
ځایي او یا ملي سیالي

د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره ازاده نړیوالې سیالۍ د تهیې او تدارکاتو د غوره لارې په توګه مني ځکه چې د پلان شوو پروګرامونو د ټولو اساسي موخو د لاسته راوړلو وړتیا لري. خو په ځینو شرایطو کې چې ازاده نړیواله سیالې شوني نه وي کېدای شي اړوند کارکوونکي له یوې بدیلې لارې نه کار واخلي. په همدې خاطر، د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره له خپلو کارکوونکو نه غواړي چې غوره کړی میتود یې باید هم اقتصادي او هم اغیزمن وي ( د بېلګې په توګه پیسو ارښت ورکړای شي). د تهیې او تدارکاتو ټول میتودونو باید تر کېدونکې بریده د ټولو لیواله وړاندیزکوونکو په وړاندې پرانیستي او منصفانه وي.
کړنلاره:

ازاده نړیواله سیالۍ


په ازاده نړیواله سیالي کې پر شرایطو برابرو داوطلبو ته د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې د ضرویاتو په هکله پر وخت خبر ورکول کېږي او د ضرورت وړ وسایلو، کار او خدمتونو د قرارداد لپاره چې تر ۱۰۰۰۰۰ امریکایي ډالرو ډیر ارزښت ولري د یو برابر لاس رسي او منصافانه سیالی فرصت ورکوي. د عامه اعلان له لارې په ازاده نړیواله سیالۍ کې له لیواله افر وړاندې کوونکو نه غوښتل کېږي چې له اړوندې تدارکاتي څانګې نه د نرخ غوښتنې اسناد وغواړي.
د هغو قراردادونو اعلان چې ارزښت یې د ۱۰۰،۰۰۰ او ۵۰۰،۰۰۰ ډالرو تر منځ وي د تهیې او تدارکاتو د نړیوال بین الاداري سازمان په جالپاڼه (ویبپاڼه) او د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې په ویبپاڼه کې د وسایلو، کار او خدمتونو پیچلتیا ته په پام سره له لسو نه تر دیرشو ورځو پورې خپرېږي.
هغه قراردادونه چې ارزښت یې له ۵۰۰۰۰۰ امریکایي ډالرو ډیر وي د پورتنیو مراجعو سربېره د ملګرو ملتونو د پرمختیا د کاروبار په نامه مجله او یا دې ته ورته زیاتو خپرېدونکو نړیوالو خپرونو کې باید اعلان شي. د ملګرو ملتونو د پرمختیا کاروبار هغه خپرونه ده چې د ملګرو ملتونو، دولتونو او نړیوالو مالي ادارو له خوا تمویلېدونکو پروژو لپاره د ضروري وسایلو، ساختماني کارونو او خدمتونو په هکله اعلانونه خپروي. د ملګرو ملتونو د پرمختیا کاروبار په نامه مجله هم په چاپی بڼه او هم د انټرنیټ له لارې خپرېږي. چاپي بڼه یې په میاشت کې دوه ځله چاپېږي او انټرنیټي بڼه یې په اونۍ کې څو وارې نوې کېږي.

محدوده نړیواله سیالي

په محدووده نړیواله سیالي کې د هغو محدود شمېر پر شرایطو برابرو رسوونکو (سپلایرانو) تر منځ سیالي کېږي چې د اړوندې څانګې له خوا بې له تبعیضه له پخوانیو لېستونو، یا د دوي د کار د څرنګوالي د معلومولو له لارې او یا د دوی د غوښتنلیکونو او داسې نورو نه چاڼ کېږي. محدوده نړیواله سیالي هغه وخت مناسبه ده چې ازاده نړیواله سیالي نامناسبه وي، بیړني شرایط وي یا د ضروري موادو، کارونو یا خدمتونو نړیوال بازار محدود وي.

ځایي سیالي

په ځایي سیالي کې ، د پورتنیو نړیوالو سیالیو پرخلاف معمولاً تهیه او تدارکات په هغو هېوادونو کې ترسره کېږي چېرې چې اړوند پروګرامونو پلي کېږي. د پیرودنې څانګې کېدای شي په لاندې حالاتو کې له ځایي سیالي نه کار واخلي:
کله چې کارونه له جغرافیا یي پلوه خپاره وي یا په بېلابېلو وختونو کې ترسره کېږي او کافي رسوونکي ( لږ تر لږه درې) ولري.
د مسلکي خدمتونو قیمت ۳۰،۰۰۰ ډالر یا کم وي؛
مواد یا وسایل په ځایي کچه له نړیوال بازار نه ارزانه وي؛ یا
پروګرام د ځایي یا ملي سیسټم په هکله پوهې ته اړتیا ولري ( د بیلګې په توګه د بشري پرمختیا رپوټ).
چېرې چې د تطبيق وړ وي، اعلانونه باید د هر اړخیزې سیالۍ د یقیني کولو لپاره په ملي جریده یا ملي او ځایي ورځپانو کې خپاره شي.
د تهیې او تدارکاتو میتودونه:

د نرخ غوښتنه (RFQ)
مناقصه (ITB)
د پروپزلونو غوښتنه (RFP)
مستقیم قرارداد/ محلي خریداري

د نرخ غوښتنه (RFQ)

ډیر انعطاف پزیر/ لږ رسمي
د ۲،۵۰۰ او ۱۰۰،۰۰۰ ډالرو ترمنځ
په لیکلي ډول د نرخ سپارل
له وړاندې انتخاب شوي رسوونکي (سپلایاران)
معیاري فارمټ موجود دی
د قرارداد ورکولو اساس قیمت دی
لږ تر لږه درې کسان افر وړاندې کړي

مناقصه

تر ۱۰۰،۰۰۰ ډالر ډیر وي
د سامان او وسایلو د پیرودنې لپاره کارول کېږي
ازاد اعلانونه غوره ګڼل کېږي
تر ټولو ټیټ قیمت او ښه کیفیت ته لومړیتوب ورکول کېږي
چنه نه ویل کېږي
د مزایدې د اسنادو نمونه موجوده ده

د پروپوزلونو غوښتنه (RFP)

خدمتونه، پیچلي وسایل
د ارزونې تفصیلي معیارونه
د دوو پاکټونو سیسټم
د ارزانوالي، د حل د ښو لارو چارو او خدمتونو څرنګوالی یو ځای په پام کې نیول
مستقیم قرارداد/ځایي خریداري
تر ۲،۵۰۰ ډالرو کم وي
رقابتي بازار ونه لري
معیاري کول
د ملګرو ملتونو له نورو ادارو سره همکاري
عینې مخکني ضروریات
په مخکنیو مزایدو کې د رضایت وړ پایلو نه ترلاسه کېدل
غیر منقول جایداد
ریښتنې بېړه
IAPSO
 

|له موږ سره اړیکه | | له موږ سره کار | | د چاپ حق او د کارولو شرطونه |