د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره

افغانستان

UNDP global website

د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره په افغانستان کې

د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره غواړي چې د دولت وړتیا دومره لوړه کړي چې خپل ولس ته عامه خدمتونه په اغیزمنه، ګټوره، مساوي او مسؤوله توګه وړاندې کړي، یوه مشارکتي ولسواکي او یوه مسؤوله مدني ټولنه پیاوړي کړي او د پایېدونکي معیشت لپاره مناسب او خوندي چاپریال رامنځته کړي .

...نور

د زرېزې پرمختیايي موخې په افغانستان کې

 

له موږ سره اړیکه

له موږ سره اړیکه

تهیه او تدارکات

د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره په ۱۶۶ هېوادونو کې کار کوي او له ۲۰۰۰ م کال راهیسې یې د کلنیو پروګرامونو لمن په خپرېدو ده. په ۲۰۰۶ کې یې د پروګرامونو لګښت ۳. ۴ میلیارده ډالرو ته ورسېد چې ۵. ۲ میلیارده یې د وسایلو په پېردونه او خدماتو کې لګول شوې دي.

د تهیې او تدارکاتو څانګه د پېرودنې او اجاره کولو له لارې د وسایلو، کار او خدمتونو د رانیولو لپاره ټول ضروري کارونه ترسره کوي.
د پرمختیایي پروژو لپاره د پېرودنې چارې په خپل ذات کې پېچلې دي خو د افغانستان په څیر هېواد کې چې هر څه باید په ډیره بېړه او چټکۍ ورسول شي او د انتقال او بیمې په ګډون هر څه په ډیر پام ترسره شي دغه کار لا پیچلی دی. په هر ځای کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې د تهیې او تدارکاتو په چارو کې لاندې مقررات په پام کې نیول کېږي:
هر څه چې د یوې ټاکلې موخې لپاره پیردول کېږي ځانګړتیاوې یې باید د کیفیت او روغوالي د تضمین لپاره روښانه وي. د پلورونکو او خدمتونو رسوونکو بې پرېتوب ته په پام سره د رقابتي مناقصې له لارې باید پیسو ته ارزښت ورکړای شي. اړتیاوې باید په ډیر پام سره تحلیل او وړ پلي کوونکي شریکان او سلاکارن باید پر وخت معلوم شي چې له یوې خوا د پروګرام موخې تر لاسه شي او له بلې خوا روڼتیا او د پیسو پر ځای مصرف یقیني شي.
د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې په مرکزي او ساحوي دفترونو کې د تدارکاتو او لوجستیک باتجربه متخصیصن د هېواد په کچه د دغې ادارې د پرواګرامونو د تهیې، تدارکاتو او لوجستیک چارې پر مخ وړي. د لازیاتو معلوماتو لپاره له موږ سره اړیکه ټینګه کړﺉ.
عبدالرحمن عزیزي، د تهیې او تدارکاتو مدیر، یو این ډي پي کابل، (abdulrahman.azizi@undp.org)
مقیم عزیزي، د تهیې او تدارکاتو مرستیال، یو این ډي پي کابل، (mogim.azizi@undp.org)
عبدالحامد کریمي، د تهیې او تدارکاتو کارمند، یو این ډي پي کابل، (hamid.karimi@undp.org)
خالد صبور، د لوجستیک افسر، یو این ډي پي کابل، (khalid.saboor@undp.org)
شاپور باریکزی، د لوجستیک مرستیال، یو این ډي پي کابل، (shahpur.barekzai@undp.org)
مایکل رابرټسن، د تدارکاتو او لوجستیک مسؤول، د افغانستان د نوي پیل پروګرام، (mrobertson@anbpafg.org)
جواد یوسفي، د تهیې او تدارکاتو کارمند، د افغانستان د نوي پیل پروګرام، (jyousifi@anbpafg.org)
نواد نادري، د تدارکاتو مرستیال، د افغانستان د نوي پيل پروګرام، (nnadri@anbpafg.org)

د پلورونکو، سلاکارانو او خدمتونو وړاندې کوونکو لپاره
د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې د تهیې او تدارکاتو څانګه په منظمه توګه د پرمختیایي پروژو د ملاتړ د یوې برخې په توګه په بېلابېلو ساحو کې له ملي او بین المللي سلاکارانو سره قرارددونه کوي او د نورو کارونو تر څنګ د لوازمو او وسایلو پلورونکي انتخابوي.
هغه انفرادي او مؤسساتي سلاکاران، د وسایلو او لوازمو رسوونکي او په بېلابېلو ساحو کې د خدمتونو وړاندې کوونکي چې که خصوصي وي یا نادولتي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې له کارونو سره لېوالتیا لري کولای شي له لاندې لارې له موږ سره د ځان ثبتولو غوښتنه وکړي:
د ملګرو ملتونو د پرمختیایي اداري دفتر ته د پوستې له لارې د خپل ځان یا مؤسسې د پیژندګلوي په اړه معلومات او هغه تفصیلات چې په لاندې خبرتیاوو کې غوښتل شوي وي وسپارﺉ.
د تهیې او تدارکاتو خبرتیاوې
د مناقصې د بلنې (ITB) او د پروپزلونو د غوښتنې (RFP) اعلانونه زموږ د تهیې او تدارکاتو په پاڼه کې خپرېږي. هیله ده دغه پاڼه وخت په وخت وګورﺉ.
هر ډول ځنډ، تعدیل او د خبرتیاوو فسخه کېدل همدلته اعلانېږي.
د نرخ غوښتنې اسناد:
د مناقصې د بلنې (ITB) او د پروپزلونو د غوښتنې (RFP) په اړه معلومات باید په اړونده خبرتیا کې ښودل شوې مرجع څخه وغوښتل شي. هیله د اسنادو د غوښتلو پر مهال د ITB یا RFP شمېره جوته کړﺉ او د وسایلو یا خدماتو د رسولو خپله وړتیا په ګوته کړﺉ.
عمومي شرایط او مقررات:
د قردادنو او وسایلو د شرایطو په هکله اړوند معلومات له همدې جالپاڼې (ویباڼې) نه د PDF په بڼه راښکته کولای شی.
که پوښتنې لرﺉ بېغمه له موږ سره اړیکې ټینګې کړﺉ.
د نرخ غوښتنې کړنلارې:
ټول نرخونه او پروپوزلونه باید له وروستنۍ ټاکل شوې نېټې نه وړاندې یو له لاندې څلورو لارو څخه وسپارﺉ:
۱) په لاس سپارل- په ټاپه شوي پاکټ کې د نرخونو او پروپزولونو د سپارلو د شرط تر څنګ ټول ضرروي شرایط باید په پام کې ونیول شي.
۲) د پوسته خانې له لارې - په ټاپه شوي پاکټ کې د نرخونو او پروپزولونو د سپارلو د شرط تر څنګ ټول ضرروي شرایط باید په پام کې ونیول شي.
د سپارلو پته:
د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره
شاه محمود غازي واټ
کابل، افغانستان
توجه: د تهیې او تدارکاتو مسؤول مامور
۳) د فکس له لارې چې شمېره یې +873 763 468836 ده. د فکس په سرپاڼه کې باید د نرخ غوښتنې شمېره او د سپارل کېدونکو پاڼو شمېر روښانه کړﺉ.
۴) زموږ د محفوظ برېښنالیک له لارې: bids.af@undp.org . په یاد مو وي چې هر هغه افر یا وړاندیز چې د تهیې او تدارکاتو د کارمند د برېښنالیک له لارې سپارل شوی وي سم لاسي ردېږي.
په ځینو نرخ غوښتنو کې رسوونکي یا پلورونکي په عام محضر کې د نرخونو د پرانیستنې غونډې ته رابلل کېږي. دوی باید نیم ساعت د غونډې له پرانیستلو وړاندې ځان راورسوي. هر څوک چې له دغه وخته وروسته رارسېږي په غونډه کې د برخې اخیستو اجازه نه لري.
نا غوښتل شوې مناقصې په پام کې نه نیول کېږي.
د نرخ غوښتنه (RFQ)
په دې جالپاڼه کې تاسې کولای شی چې د مناقصې د اعلانونو په هکله معلومات ترلاسه کړﺉ. هیله د چې په شرطنامه کې ښودل شوې ځانګړتیاوې او معیارونه په غور سره ولولی. که یو څوک ټاکل شوي شرایط په پام کې ونه نیسي (که نرمي ونه لري) غوښتنلیک یې له پامه غورځول کېږي.
نرخ کولای شی د برېښنالیک له لارې او یا په مستقیم ډول د تهیې او تدارکاتو هغه کارکوونکي ته چې د نرخ اخیستلو مسؤول وي وسپاري. تفیصل به د نرخ غوښتلو په اعلانونو کې وي.

|له موږ سره اړیکه | | له موږ سره کار | | د چاپ حق او د کارولو شرطونه |