|
|
ښځينه مشرانې د افغانستان د پرمختګ له پاره کليدي اهميت لري- د ملګرو ملتونو پرمختيايي پروګرام
 |
کابل- د ښځو پياوړتيا او د افغانستان په راتلونکي کې د هغوی بشپړه ونډه اخيستنه افغانستان ته د ملګرو ملتونو د عمومي مُنشي د مرستيالې او د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام د مرستيالې رئيسې، ربيکا ګرينسپن، د سفر د اجنډا د سر موضوع وه.
ګرينسپن تر ټولو لومړی د ښځو چارو له وزارت څخه ليدنه وکړه او هلته د ملي شورا د غړو، پوليس افسرانو او د افغانستان د علمي پوړ او مدني ټولنې د غړو په ګډون له يو شمير ښځينه مشرانو سره د ښځو د حقونو په دودولو کې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام د نقش او فعاليتونو په هکله وغږيده.
ګرينسپن د غونډې په ترڅ کې وويل: "د جنډر مساوات نه يوازې پر ځای کار دی، بلکې ځيرک کار هم دی چې بايد تر سره شي"، نوموړې زياته کړه: "شواهد تل دا ښيي چې په کومو ځايونو کې ښځو ته فُرصت ورکړل شي، ټولنېthank په ډيرې چټکتيا سره پرمختګ کوي."
په دغه ناسته کښې هغه ښځينه وکیلانو هم حضور درلود چې د ۲۰۱۰ زیږدیز کال په پارلماني ټاکنو کښې یې د ولسي جرګې څوکۍ ترلاسه کړې وې، په موجوده ولسي جرګې کښې د ښځو شتون ۲۷ سلنه ده، چې د ښځو د اړوند ۲۵ سلنې سهمیې څخه هم لوړه ده.
د ملګرو ملتونو پرمختيايي پروګرام په افغانستان کښې د ښځو د پرمختګ دپاره یو شمیر ګامونه پورته کړي دي، د بیلګي په توګه کولای شو د ښځینه افغان پولیسو څخه یادونه وکړو، چې دمګړی زر کسان ښځینه پولیسې په دندو ګمارل شوي دي، او تمه ده چې تر ۲۰۱۴ زیږدیز کاله پورې ۴،۰۰۰ نور ښځینه پولیسې هم وروزل او په دندو وګومارل شي.
څه دپاسه شپیته سلنه انجونې په لومړنیو ښوونځیو کښې شاملې شوي دي، حال دا چې ۱۰ کاله دمخه دغه فیصدی صفر وو. د هغو انجونو شمیر چې د مکتب ثانوي او عالی تعلیمی صنفونو ته رسیدلي دي او خپلو درسونو ته دوام ورکوي هم ورځ تر ورځه مخ پر لوړیدو دی.
په افغانستان کښې د جنډر د مساواتو په هکله یو شمیر مشخص حکمونه او قوانین شتون لري او هم دغه هیواد د ملګرو ملتونو هغه پیمان هم لاسلیک کړی دی چې د هغه له مخې باید د ښځو پرخلاف د هر ډول تاوتریخوالی د منځه ویوړل شي.
ګرینسپین وویل چې که څه هم داسې پیمانونه او کاري چوکاټونه په دغه لاره کښې لومړی ګام ګڼل کیږي، مهمه دا ده چې هغه څه چې په قوانینو کښې شتون لري او ویل کیږي، باید په عملي توګه پلي هم شي.
د افغانستان د احصایی د مرکزی دفتر د ارقامو دمخه ، د افغانستان صرف ۸ سلنه ښځې د تصمیم نیونکو په صف کښې شمیرل کیږي. ډیر شمیر ښځینه بیروزګاره دي، او که څه شمیر کار هم کوي، هغوی ته د هغوی د کار اجوره نه ورکول کیږي، او که ورکول کیږي نو د نارینه کارکوونکو د اجورې په نیمه ورکول کیږي.
د ۷۰ څخه تر ۸۰ سلنه ښځینه د وخت څخه د مخه د ودونو د دود ښکار دي، ۸۷ سلنه د فزیکي، روحي یا جنسي تیریو او ځورونو سره مخ دي. د افغانستان ښځې د نړي د نورو ټولو هیوادونو په نسبت په ډیره کچه د ولادت پر مهال د مرګ سره مخ کیږي.
د کورنیو چارو په وزارت کښې د جنډر ، بشری او ماشومانو د حقونو د څانګې ریسې ، آغلي جنرال شفیقې قریشي د وینا له مخې ؛ زیاتره ښځې د خپلو حقونو په هکله هیڅ مالومات نلري.
د ښځو د چارو وزیرې ، حسن بانو غضنفر وویل : که څه هم ښځې د یو مثبت تغیر د راوستلو دپاره سره متحدې او یو لاس دي، مګر ستونزه په دې کښې ده چې تصمیم نیوونکي پوستونه او دندې په نامتناسبه توګه د نارینه وو په واک کښې دي.
l |
|
|
|
|
|