د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره

افغانستان

UNDP global website

زموږ پروژې

زموږ همکاران

UN Volunteers

...نور همکاران

زموږ خپرونې

بروشور عمومی برنامه توسعه ملل متحد

UNDP Afghanistan Newsletter March - April 2008
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي ادارې مياشتنۍ خبرپاڼه - اپريل ۲۰۰۸

Afghanistan Human Development Report 2007
د افغانستان د بشري پرمختیا د ۲۰۰۷ رپوټ

UNDP Afghanistan Annual Report 2006
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې د ۲۰۰۶ کلنی رپوټ

...نورې خپرونې

په افغانستان  کښې د ملګرو ملتونو د پرمختیا پروګرام (UNDP ) د افغانستان په بياجوړونه کې د غوره نقش له کبله جايزه تر لاسه کړه

Helen Clark

۲۱ جون، ۲۰۱۱م
واشنګټن- د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام (UNDP ) له پاره د متحده ايالاتو کميټې د Julia V. Taft خپله کلنۍ جايزه د ياد شوي پروګرام د افغانستان دفتر ته د هغه غوره خدمت له کبله ورکړه چې د دغه لسيزو جګړو ځپلي هيواد د پخلاينې او بياجوړونې په برخه کې د مرستې په بڼه يې وړاندې کړی.

د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام مدیره (administrator ) هيلين کلارک په واشنګټن ډي سي کې د کاناډا په سفارت کې د يوې غونډې پر مهال وويل:" د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام د افغانستان دفتر په نړۍ کې د UNDP تر ټولو ستر پروګرام پرمخ بيايي".

نوموړې زياته کړه: "په دې کار کې کارکوونکي له دوو کليدي ننګونو سره مخ دي. لومړۍ ننګونه د ملي او سيمه ايزې کچې د ادارو ټيټ، که څه هم ورو، ورو ښه کيدونکی، ظرفيت دی چې بايد په اغيزناک ډول د پروګرامونو د پلي کولو او د اړينو خدمتونو د وړاندې کولو جوګه کړل شي."

په افغانستان کې له ۲۰۰۹م کال راهيسې د ملګرو ملتونو د کار پر وړاندې ځانمرګو بريدونو ته په اشارې سره هغې وويل چې دوهمه ننګونه امنيتي شرايط دي چې زياتره وخت د دې مخه نيسي چې "UNDP د دغه هيواد په هغو سيمو کې شتون ولري چيرې چې غواړي د ظرفيت جوړونې او پروګرامونو له پلي کيدو سره مرسته وکړي ".

کينيت وولاک، د نيشنل ډيموکراټيک انسټيټيوټ (NDI)  رئيس او د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام له پاره د متحده ايالاتو د کميټې د نظارت د ډلې مشر د ۲۰۱۱م کال جايزه د افغانستان د دفتر رئيس او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام (مؤقت) مقيم استاځي، منوج بسنيات، ته وړاندې کړه.

بسنيات وويل: "دا زمونږ او د افغانستان په حکومت او نړيوالې ټولنې کې زمونږ د شريکانو يو ګډ وياړ ده. دا يو شراکت ده چې افغان ولس ته اُميد او هيله منتوب راوړي. د ملګرو ملتونو پرمختيايي پروګرام د هغوی د راتلونکي د جوړولو په موخه له دولت او نړيوالو مرستندويانو سره کار کوي."

په افغانستان کې د UNDP پروګرام د افغان حکومت د لومړيتوبونو پر بنسټ د ۲۰۱۰-۲۰۱۳م مودې له پاره د ۱.۱ ميليارده ډالرو بودجې په لرلو سره تصويب شوی دی.

د خوا او شا ۲۰۰ ګډونوالو غونډې ته په وينا کې هيلين کلارک د ازادو او عادلانه ټاکنو د تر سره کولو په موخه د افغانسان د ټاکنو د خپلواک کميسيون د روزنې او مرستې، او له افغانستان سره د ملي پوليس د سيستم د جوړونې په برخه کې د مرستې په ګډون د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام له يو لړ کارونو څخه يادونه وکړه.
هيلين کلارک همداراز د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام هغه ملاتړ ته هم اشاره وکړه چې د ولايتونو، ولسواليو او ښارواليو له ادارو سره يې په دې موخه کوي چې د هغوی له خوا په بشپړ ډول د مسؤليت اخيستلو او د خدمتونو د تر سره کولو انتقالي پړاو باوري کړي.

د ملګرو ملتونو پرمختيايي پروګرام پخوانيو جنګياليو ته په کور کې د هغوی د لومړيو ۹۰ ورځو ورکول کيدونکې مرستې او ملکي ژوند ته د راستنولو د اوږد-مهالو پروګرامونو د پيل تر مينځ د کوچنيو بسپنو له لارې يو پُل هم جوړوي.
د  Julia V. Taft جايزه هر کال د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام له پاره د متحده ايالاتو د کميټې له خوا په بيلابيلو هيوادونو کې د دغه پروګرام له مرکزي دفترونو څخه يوه داسې دفتر ته ورکول کيږي چې په يوه ځانګړي ننګوونکي ځای کې يې د يوې لا ديموکراتيکې، پرمختللې، سوله ايزې او خوندي نړۍ د رامينځ ته کولو په موخه د ډله ايز کار د اغيز څرګندونه کړې وي.

دا جايزه په ۲۰۰۹م  زیږدیز کال کې د جوليا ټفټ په ياد رامينځ ته شوه. نوموړې مخکې له دې چې په ۲۰۰۸م کال کې د سرطان له کبله په بې وخته ډول مړه شي، د متحده ايالاتو د دغې کميټې يوه فعاله غړې وه. تير کال دا جايزه د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام د هايټي دفتر ته د ۲۰۱۰م کال د جنورۍ له ويجاړوونکې زلزلې وروسته تر سره کړيو خدمتونو په بدل کې ورکړل شوه.

کلارک: جوليا ټفټ جايزه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام دفتر ته د هغوی د کارونو په ویاړ ورکول کيږي
۲۱ جون، ۲۰۱۱م
د هيلين کلارک څرګندونې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام (UNDP ) دفتر ته د جوليا ټفټ جايزې د مراسمو پر مهال
۲۱ جون، ۲۰۱۱م زیږدیز کال ، د ماښام ۶ بجې
زه د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام له پاره د متحده ايالاتو له کميټې څخه د جوليا ټفټ جايزې د مراسمو د جوړولو، او د کاناډا له سفارت څخه د دغې غونډې د بياکوربه توب له کبله مننه کوم.
د نن شپې دا جايزه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام مرکزي دفتر ته ورکول کيږي، او ځکه نو په خپله د افغانستان د حکومت، د متحده ايالاتو او کاناډا په ګډون د ډيرو هغو غاړو د استاځو راتګ دلته پر ځای دی چې په افغانستان کې زمونږ د کار ملاتړ کوي.

زه همداراز د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام له پاره د متحده ايالاتو له کميټې، او د هغې له رئيس، کين وولاک، څخه د دوی د هغو نه ستړې کيدونکو هلو ځلو له کبله د زړه له کومي مننه کوم چې د جوليا ټفټ د دې کلنۍ جايزې په ګډون يې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام د نقش د ملاتړ په برخه کې تر سره کړې ده.  

سره له دې چې ما له جوليا ټفټ سره د ليدنې فُرصت نه دی موندلی، مګر بيا هم غواړم د نوموړې د هغه غوره شهرت قدرداني وکړم چې د يوې قاطع، اصولي او په خپل کار کې د څرګند لرليد لرونکې مشرې په توګه يې موندلی وه.

 

دا جايزه چې د نوموړې په نوم ده، د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام يوه داسې دفتر ته ورکول کيږي چې له ځانه د جوليا ټفټ په څير د داسې استثنائي کار څرګندونه وکړي چې په ننګوونکو سيمو کې د سرښندنې او ډله ايز کار له برکته رامينځ ته کيږي او موخه يې د بيوزلو او زيانمنونکو وګړو د ژوند په ښه کولو کې مرسته، او د يوې لا ډيموکراټيکې، سوکاله، او سوله ايزې نړۍ په جوړولو کې ونډه اخيستنه وي.

 

خوښه يم چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام مرکزي دفتر دا شرايط پوره کړي، او په افغانستان کې د دغه پروګرام مؤقت مقيم استاځی او د مرکزي دفتر رئيس، منوج بسنيات، نن ماښام له مونږ سره تشريف لري. د دې جايزې تر لاسه کول د نوموړي دفتر له پاره د ستر وياړ ځای دی.

 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام مرکزي دفتر په نړۍ کې د UNDP تر ټولو ستر پروګرام پرمخ وړي. په دې کار کې کارکوونکي له دوو کليدي ننګونو سره مخ دي چې ښايي په تالار کې ناستو ډيرو ګډونوالو ته به روښانه وي. لومړۍ ننګونه د ملي او سيمه ايزې کچې د ادارو ټيټ، که څه هم ورو، ورو ښه کيدونکی، ظرفيت دی چې بايد په اغيزناک ډول د پروګرامونو د پلي کولو او د اړينو خدمتونو د وړاندې کولو جوګه کړل شي.

 

له بده مرغه دوهمه ننګونه خرابيدونکی امنيت دی چې زياتره وخت د دې مخه نيسي چې UNDP د دغه هيواد په هغو سيمو کې شتون ولري چيرې چې غواړي د ظرفيت جوړونې او پروګرامونو له پلي کيدو سره مرسته وکړي. په دې وروستيو وختونو کې لاسرسی نور هم محدود شوی، داسې چې د دغه هيواد د شمالي او لويديزو برخو په څير هغو سيمو کې هم د بې امنيتۍ کچه لوړه شوې چې نسبتاً خوندي سيمې بلل کيدې.

ملګري ملتونه پخپله په څو څو ځله تر مرګوني حملو لاندې راغلی دی. او د ۲۰۰۹ ز کال راپدیخوا څلور ځله پرې خونړي ځانمرګي بریدونه شوي دي – چې دا اخیرنۍ حمله پرې د هرات په ښار کښې وشوه – یو داسې ځای کښې چې تر دې دمه یو مصؤنه ساحه بلل کیده.

غواړم دلته له تاسو سره په لنډه توګه د هغه پروګرامونو بیلګي شریک کړم ، چې په حاضر وقت کښې په افغانستان کښې د ترسره کیدو په حال کښې دي.

د خپلو شریکانو په مرسته، مونږ د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ظرفیت د لوړوالي په برخه کښې کار کړی دی، څو وکولای شي آزاد و عادلانه ټاکنې ترسره کړي. د رهبرۍ کوم نقش چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۲۰۱۰ ز کال د ټاکنو په تنظیم کښې ولوباوه ، د دغه ادارې د ظرفیت او اعتماد د لوړوالي ښکارندوی وو.

 

د هغه سترو مرستو په پام کښې نیولو سره چې زمونږ شریکانو  راسره کړي دي، د ملګرو ملتونو پرمختیایی پروګرام  د افغانستان د حکومت سره مرسته کوي تر څو خپل د پولیسو ملي سیسټم  ښه تنظیم او وساتي – کوم چې د قانون د حاکمیت د ساتلو دپاره ډیره لازمي بلل کیږي. د دې ظرفیتونو د لوړوالي یو ښکارندوی دا هم دی، چې اوس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت توانیدلی دی چې د پولیسو معاشونه د نقدو په ځای د بانکي لارې څخه تادیه کړي. په حاضر حال کښې د افغانستان د پولیسو ۷۸ ٪ منسوبین خپل معاشونه د ځانګړو بانکي حسابونو د لارې ترلاسه کوي. مونږ د خپلو شریکانو څخه هم مننه کوو چې د ۲۰۰۲ ز کال راپدیخوا یې د افغان پولیسو سره زمونږ د کار په برخه کښې مرستې کړي دي.

 

د ملګرو ملتونو پرمختیایی پروګرام د ولایتي، ولسوالیو او ښاروالیو د حکومتونو د ظرفیتونو د لوړولو په برخو کښې هم کار کوي. تر څو د وخت په تیریدو سره دوی وکولای شي د اړوندو خدمتونو د وړاندې کولو جوګه وګرځي.

د ملګرو ملتونو پرمختیایی پروګرام کوښښ کوي چې د پخوانیو جنګیالیو خپلو ټولنو ته د بیرته راستنیدنې  د پروګرام د تطبیق په رڼا کښې د ۹۰ ورځنیو مرستو او سوله ایز ژوند ته د بیرته راستنیدنې د اوږدمهالو پروګرامونو د خلاء د ډکولو په غرض کوچنی پروژې هم تطبیق کړي.

 


د ملګرو ملتونو په پرمختیایی پروګرام کښې مونږ د خپلو ملګرو کارکوونکو په کار ویاړو، چې په ډیرو ستونزمنو شرایطو کښې یې په افغانستان کښې ترسره کړي دي. مونږ ډیر خوشحاله یو چې نن د دغه ادارې د افغانستان دفتر دغه جایزه ترلاسه کوي. 

اوس مخکښې تر دې چې په دغه اړوند تیار شوی ویدیویی فلم وګورو او د جایزې ویش په رسمي بڼه پیل شي ، د ملګرو ملتونو د آسیا پاسیفیک د څانګې د ریس ښاغلي اجی چیبر څخه غوښتنه کوم  چې راشي او خپله لنډه وینا واوروي. 

l

 

 

وروستي خبرونه

۲۳ اکتوبر ۲۰۰۸ ، کابل: د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره مدني ټولنو ته په افغانستان کې د اداري فساد پر خلاف د مبارزې لپاره کوچنۍ مرستې ورکوي

کابل- د اکتوبر د مياشتی ٢٠ نيټه کال ٢٠٠٨: رسنيز کنفرانس - منوج بسنيات د ملګرو ملتونو د پراختيایی اداره مشر په افغانستان کی

١٣ اکتوبر ٢٠٠٨ ، کابل: د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال په افغانستان کې له پرمختیایي بهیر سره د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې پر ملاتړ ټینګار وکړ

 کابل، د اګست ٢٠، ٢٠٠٨: د ملګرو ملتونو استازی په افغانانو غږ کوي، چې فساد ته نه و وايې

کابل، ١٣ زمری ۱۳۸۷: افغاني ځوانان د ځوانانو نړیوال ورځ لمانځي او د ځوانانو په غونډه کې د خپلو لومړیتوبونو په اړه خبرې اترې کوي

کابل، د غبرګولى ۲۹، ۱۳۸۷ کال: د جاپان هيواد د ناقانونه وسلوالو ډلو دمنحلولو پروګرام سره څه دي پاسه ۴ ميليونه امریکایی دالره مرسته کوي

 ننګرهار، د غويي ۱۷، ۱۳۸۷: په ننګرهار کې د مسلکي روزنې رغول شوی مرکز په رسمي ډول ځایي ادارې ته وسپارل شو

کابل، ۱۷ حوت : وتلی افغان سندغاړی فرهاد دریا د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې د ښه نیت د ملي سفیر په توګه وټاکل شو

کابل، ۲۷ لړم ۱۳۸۶: د قانون کمزورې واکمني په افغانستان کې د بشري پرمختیا خنډ ګرځي

ملګري ملتونه، ۱ نومبر ۲۰۰۷: ملګرو ملتونو، ګوګل او سیسکو د نړیوالې بېوزلۍ په وړاندې د مبارزې په لار کې انټرنیټي سرچینې پر لیکه کړې

کابل، ۲۷ لړم ۱۳۸۶: د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره او د مالیې وزارت د ادراي فساد پر خلاف په ګډه جګړه کوي

...نور خبرونه

مهم اسناد

تفصیلي رپوټونه

|له موږ سره اړیکه | | له موږ سره کار | | د چاپ حق او د کارولو شرطونه |