|
د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره په افغانستان کې |
د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره غواړي چې د دولت وړتیا دومره لوړه کړي چې خپل ولس ته عامه خدمتونه په اغیزمنه، ګټوره، مساوي او مسؤوله توګه وړاندې کړي، یوه مشارکتي ولسواکي او یوه مسؤوله مدني ټولنه پیاوړي کړي او د پایېدونکي معیشت لپاره مناسب او خوندي چاپریال رامنځته کړي .
...نور
|
د زرېزې پرمختیايي موخې په افغانستان کې |
 |
له موږ سره اړیکه |
له موږ سره اړیکه |
|
د امنیت ښه والی (نهمه موخه ) |
.. امنیت د افغانستان د بیا رغونې لپاره ډیر مهم دی. له کافی امنیت پرته به نه یوازې افغانستان د زرېزې د موخو په لاسته راوړو کې پاتې راشي بلکې د تیرو څلورو کلونو پرمختګ به یې هم شاته وتمبېږي او کېدای شي د پراخه کچې د شخړې د بیا پیل کېدو امکان ډیر کړي.
.. د ملي دفاع وزارت د متحده ایالاتو په مرسته د ملي اردو په ګمارنه، روزنه او پر وسایلو سمبالونه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. ملي اردو له ۲۰۰۳ راهیسې په ټول افغانستان کې شتون پیدا کړی او په هره سیمه یېزه قوماندانۍ کې یې یو غونډ جوړ کړی دی، چې د مرکزي دولت د واک په پراختیا او د قانون په واکمنۍ کې یې د پام وړ مرسته کړې، د پخوانیو وسله والو د بې وسلې کولو د بهیر ملاتړ یې کړی او د عوایدو په راټولولو او د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې په هڅو کې به هم مرسته وکړي.
.. د وسله والو ځواکونو پر کار اغیزمن کنټرول د افغانستان د نور پرمختګ لپاره د بنسټ د تیګې حیثیت لري. د نوې ملي اردو د جوړولو په وړاندې پرتو ننګونو کې د اردو روزنه، سمبالونه، ځای پر ځایونه او معاشات رسونه د یادولو وړ دي. په ۲۰۰۴- ۰۵ کې د افغانستان د ملي اردو کلنۍ بودجه د کورني ناخالص عاید ۱۷ سلینه (فیصدي) اټکل شوې وه. په راتلونکو ۱۵ کلونو کې باید د نورو مخ په ودې هېوادونو په څیر دغه کچه ۳ – ۵ ٪ ته راټیټه شي.
د افغانستان د نوي پيل پروګرام د پخوانیو وسله والو په بې وسلې کولو او ملکي ژوند ته راګرځولو کې بریالی دی. خو په نري تار تړلي امنیتي چاپریال کې د بشپړې خلع سلاح موخه غیر عملي برېښي. په زور د قوماندانانو او نورو زورمندانو بې وسلې کول کېدای شي د بې امنیتي د زیاتوالی لامل شي.
د وسلې د نوي قانون له تصویبېدو سره اوس هیڅوک بې له جوازه له ځان سره وسله نشي ساتلی. د جواز د بهیر له لارې به د وسلې نه ناوړه ګټه اخیستنه او وسله وال جرمونه راکم کړي. د ملي اردو د بشري ځواک اړتیاوې ډیرې دي. په ۲۰۰۲ کې یوازې ۱۰ ٪ پولیس په سمه توګه پر وسایلو سمبال وو او د جګړو په اوږدو کې تر ۸۰ ٪ ډیر بیخبنایي تاسیسات له منځه تللي دي.
ځمکني ماینونه او ناچاودېدلي توکي اوس مهال شااوخوا څلور میلونه افغانان اغیزمنوي. یوازې دوه ولایتونه په بشپړه توګه له دغې ستونزې خلاص دي. د اټکل له مخې د هر متر مربع ځمکې د پاکولو لپاره ۱ ډالر ته اړتیا ده. دا چې ماینونه او ناچاودېدلي توکي د خلکو د تحرکاتو، پرمختیا او بیا رغونې په وړاندې خنډ ګرځي، نو دا ډیره ضروري ده چې د ماین پاکۍ پروګرام نور هم وغځول شي او د ماینونو د ستونزې د اواري په لور چټک پرمختګ وشي.
د ملي اقتصاد غټه برخه پر اپینو ولاړه ده چې په اټکلي ډول د ټول کورني ناخالص عاید دریمه برخه او د قانوني کورني ناخالص عاید شا او خوا ۵۰ ٪ جوړوي. د اپینو کښت په تیرو کلونو کې ډیر شوی دی. که څه هم دولت هڅه کوي چې د کوکنارو کښت کم او بالاخره له منځه یوړل شي، خو داسې خطره شته چې د قانون پلي کوونکو ادارو له خوا پر بېوزلو بزګرانو او بې ځمکې کارګرانو به زور اچول په لنډ مهال کې تر هغه پورې چې پایېدونکی بدیل معیشت وده کوي بېوزلي ډیره کړي.
له ترهګرۍ، یاغیتوب، قومي شخړو، منظمو جرایمو او د نشه یي توکو له تولید او قاچاق نه د افغانستان خوندي کول ګران تمامېږي. دولت باید دوه ګونې لار تعقیب کړي. له یو لوری د اقتصادي ودې لوړه کچه ثابته وساتي او له بل لوري د امنیتي سکیتور د سمون د اوږدمهاله ثبات لپاره کورنی عاید ډیر کړي.
د افغانستان د زریزې پرمختیایي موخه او شاخصونه
= = > تر ۲۰۱۰ پورې د افغانستان د ملي اردو سمون او مسلکي کول
.. نظامي لګښت د کورني ناخالص عاید د سلینې (فیصدي) په توګه
.. مسلکې روزل شوې ملي اردو
.. د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ملي اردو شتون
.. د ملي اردو عملياتي وړتیا او د متحدینو او ایساف د ځوکونو له لږ ملاتړ سره او یا د هغوی له ملاتړ پرته د عملیاتو ظرفیت
= = > تر ۲۰۱۰ پورې د ملي پولیسو سمون او مسلکي کول
.. د پولیسو د امنیت راوستلو او عدالت تامینولو پر وړتیا د خلکو باور
.. د رپوټ ورکړل شوو جرمونو او محکومېدو تر منځ تناسب
= = > تر ۲۰۱۰ پورې د وسلو د ناوړه ګټه اخیستنې او د ناقانونه وسلې ساتنې تناسب کمول
.. د وسلې د نوي قانون له مخې د جواز ورکړل شوو وسلو شمېر
.. په ټولو جرمو کې د وسله والو جرمنو فیصدي
= = > تر ۲۰۱۳ پورې د ټولو ماینونو له منځه وړل او تر ۲۰۱۵ پورې د نورو چاودېدونکو توکو له منځه وړل
.. د ډیرو اغیزمنو شوو ټولنو شمېر
.. د اغیزمنو شوو ټولنو ټول شمیر
.. د هغو افغانانو شمېر چې په مستقیم ډول اغیزمن شوي
.. د ماینونو او ناچاودېدلیو توکو د قربانیانو (ټپیانو او مړو) شمېر
= = > تر ۲۰۰۷ پورې د پرسونل ضد ماینونو د ټولو ذخیرو له منځه وړل. تر ۲۰۲۰ پورې د ناکاره او چټې پرتو چاودېدونکو ذخیرو له منځه وړل
.. د پرسونل ضد ماینونو د له منځه وړل شوو ذخیرو شمیر
.. د جګړې د پاتیشونکو چاودېونکو توکو د له منځه وړل شوو ذخیرو شمیر
= = > تر ۲۰۱۵ پورې په (قانوني او ناقانوني) کورني ناخلص عاید کې د اپینو ونډه ۵ ٪ او تر ۲۰۲۰ پورې ۱ ٪ ته راټیټول
.. تر ۲۰۲۰ پورې د کوکنارو کښت ته د پای ټکی کېښودل
.. د ۲۰۰۴ د شمیرو له مخې تر ۲۰۱۵ پورې ۷۵ ٪ او تر ۲۰۲۰ پورې ۹۰ ٪ د هغو افغانانو شمېر کمول چې ژوند یې د اپینو له کښت سره تړلی دی
|
|