د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره

افغانستان

UNDP global website

د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره په افغانستان کې

د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره غواړي چې د دولت وړتیا دومره لوړه کړي چې خپل ولس ته عامه خدمتونه په اغیزمنه، ګټوره، مساوي او مسؤوله توګه وړاندې کړي، یوه مشارکتي ولسواکي او یوه مسؤوله مدني ټولنه پیاوړي کړي او د پایېدونکي معیشت لپاره مناسب او خوندي چاپریال رامنځته کړي .

...نور

د زرېزې پرمختیايي موخې په افغانستان کې

 

له موږ سره اړیکه

له موږ سره اړیکه

د پرمختیا لپاره نړیوال ګډ کار ته وده ورکول (اتمه موخه)

.. مرسته ورکوونکو افغانستان ته د ۲۰۰۲ د جنوري او ۲۰۰۵ د مارچ تر منځ ۴. ۸ میلیارده ډالر مرسته ورکړې، چې له ژمنه شوو پیسو نه کمې دي. د دې سربېره د دغو مرستو ډیره برخه د اداري او تخنیکې مرستې ( بهرني مشاورینو) په برخه کې مصرفېږي او په مصرف او عملي کولو کې یې اوږد ځنډ کېږي. که حالت همدغسې دوام وکړي نو د د دولت پر منځمهاله مالي پلانونو باندې به منفي اغیزه وکړي.
.. په افغانستان کې د زرېزې د موخو د ترلاسه کولو لپاره باید په امنیتي سیکتور، ترانسپورټ او بیخبنایي پروژو کې پانګه اچونې ته ادامه ورکړای شي. په عیني وخت کې د زریزې د پرمختیایي موخو لاسته راوړنه تر دې پورې هم تړلې چې په ټولنیزه برخه کې په پانګه اچونه کې د پام وړ زیاتوالی راوستل شي.
.. تړلې (مشروطه) مرسته د پرانیستې مرستې په نسبت درې چنده ډیره ده. دا باید برعکس شي ځکه چې څیړنو ښودلې چې تړلې مرسته د پرانیستې مرستې په پرتله ۲۵ ٪ کمه اغیزمنه ده. د دې سربېره تړلې مرسته د دولت واک تر پوښتنې لاندې راولي او د دولت کاري ظرفیت نه لوړوي.
.. رسمي پرمختیایي مرسته باید د کس پر سر تر اوسنۍ ۸۳ ډالرو ۱۶۸ ډالرو ته پورته شي او تر اوو کالو پورې په همدې کچه کې وساتل شي او په دې توګه افغانستان له مالي پلوه په خپلو پښو ودرېږي، د خپلو وګړو د لومړنیو ټولنیزو اړتیاوو د پوره کولو وړتیا ولري او د بې وزلۍ د له منځه وړلو پر بهیر لاس پورې کړي. د مرستې ډیره برخه باید د دولت د بودجې د مستقیم او غیری مستقیم ملاتړ لا لارې د دولت د مشروعیت او ظرفیت د لوړولو په لار کې ولګول شي.
مرستندویان باید د سیمې په کچه د ترانسپورټ، ګمرکاتو، امنیتي همکاریو، بشري ځواک او کارګرو او د طبعي منابعو د ادارې (په ځانګړې توګه اوبه) په برخه کې پانګه واچوي او په دې توګه د افغانستان د هغو نامساعدو شرایطو د سپکولو سره مرسته وکړي چې په وچې کې بند هېواد په توګه ورسره مخ دی. دوی باید په دې لار کې د سیمه یېزې پلان جوړونې او پانګې اچونې د ډاډمنتیا لپاره په خپلو بیوروکراسیو او بودجو کې سیمه ییز بنسټونه جوړ کړي.

.. لاډیره مرسته باید په محلي او ملي کچه د دولت د مالي پلان جوړونې او مدیریت، محاسبې او پلټنې او د پرېکړو د بهیر د پرانیستلو او پراخولو د ظرفیت د لوړولو په لار کې ولګول شي او په دې توګه د ځایي خلکو او ټولنو د رښتینې اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي پانګه واچول شي.
.. د افغانستان د ملي پرمختیایي تګلارې له جوړېدو سره به مرستندویان وتوانېږي چې د دولت له لومړیتوبونو سره سم مرسته وکړي. دا کار مرستندویان مکلفوي چې د ملي پرمختیایي تګلارې له لومړیتوبونو سره د مرستې د عیارولو او خپلو پالیسیو او کارونو د ساده کولو او یوکولو له لارې د مرستې په عمومي اغیزمنتوب کې ډیروالی راولي.
د افغانستان د زریزې پرمختیایي موخه او شاخصونه
= => د افغانستان د اوږدمهاله پایېدونکې پرمختیا لپاره د مناسبو اقداماتو له لارې د بهرنۍ مرستې د ورکړې په څرنګوالي کې مثبت بدلون راوستل
.. د اقتصادي همکاري او پرمختیا د سازمان د پرمختیایي مرستې د کمېټې په ټولې دوه اړخیزه او سیکتوري مرسته کې له اساسي ټولنیزو خدمتونو (اساسي زده کړو، لومړنۍ روغتیا پالنې، تغذیې، پاکو اوبو او حفظ الصحیې) سره د مرستې ونډه
.. د اقتصادي همکارۍ او پرمختیا د سازمان د پرمختیایي مرستې د کمېټې د رسمي پرمختیایي مرستې هغه برخه چې مشروطه نه ده
.. د کورني ملي عاید په نسبت ترلاسه شوې پرمختیایي مرسته
.. د رسمي پرمختیایي مرستې هغه برخه چې د سوداګرۍ د ظرفیت د لوړولو لپاره ورکول کېږي
= => د ازاد، پر اوصولو ولاړ د وړاند وینې وړ او غیري تبعیضي سوداګریز او مالي سیسټم جوړول چې د ښه حکومت چلونې، پرمختیا او د بېوزلۍ د کمولو ژمنه په کې شامله وي
.. هغو هېوادونو ته د افغانستان د ټولو صادراتو سلیزه چې امتیازي سوداګریز تړونونه ورسره لري
= => له مخ په ودې هېوادونو سره په همکارۍ کې د ځوانانو لپاره د مناسب او ګټور کار د پیداکولو په خاطر د تګلارو جوړول او پلي کول
.. د ۱۴- ۲۴ کلنو نجونو او هلکانو د اوزګارتیا کچه
= => د درملو له کمپنیو سره په همکاري کې اساسي درملو ته د مخ په ودې هېوادونو د وګړو لاسرسی پیداکول
.. د هغو وګړو تناسب چې په پایېدونکي ډول د استطاعت وړ اساسي درملو ته لاسرسی لري
= => له خصوصي سیکتور سره په همکارۍ کې د نویو ټیکنالوجیو، په ځانګړې توګه د معلوماتي او مخابراتي ټیکنالوجۍ د ګټو خپرول
.. په هرو ۱۰۰۰ کسانو کې د هغو وګړو شمېر چې ډیجیټل او موبایل ټیلیفونونه لری
.. په هرو ۱۰۰۰ کسانو کې د هغو وګړو شمېر چې انټرنیټ استعمالوی او په هرو ۱۰۰ کسانو کې د هغو کسانو شمېر چې کمپیوټر لري
 

 

|له موږ سره اړیکه | | له موږ سره کار | | د چاپ حق او د کارولو شرطونه |