د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره

افغانستان

UNDP global website

د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره په افغانستان کې

د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره غواړي چې د دولت وړتیا دومره لوړه کړي چې خپل ولس ته عامه خدمتونه په اغیزمنه، ګټوره، مساوي او مسؤوله توګه وړاندې کړي، یوه مشارکتي ولسواکي او یوه مسؤوله مدني ټولنه پیاوړي کړي او د پایېدونکي معیشت لپاره مناسب او خوندي چاپریال رامنځته کړي .

...نور

د زرېزې پرمختیايي موخې په افغانستان کې

 

له موږ سره اړیکه

له موږ سره اړیکه

د چاپریال پایېدنه باوري کول (اوومه موخه)

.. د ژوندانه د چاپریال ویجاړتیا د کرنې په سیکتور کې وده اغیزمنوي او په دې توګه د بېوزلو په ژوند منفي اغیزه کوي. هغه کورنۍ چې ښځې یې مشري پر غاړه لري، هغه کورنۍ چې معلولین لري، هغه کورنۍ چې ځمکه نه لري او هغه کورنۍ چې يوازې د باراني ځمکې یوه ټوټه لري تر ټولو ډیر زیانمن کېږي. له دغې مسلې نه د ښارونو او کلیو بېوزلي وګړي یو ډول اغیزمن کېږي، هغه چې پاکو اوبو، لومړنیو حفظ الصحي اسانتیاوو او پایداره انرژۍ ته لاسرسی نه لري.
.. د افغانستان ځنګلونه او د لرګیو ځمکې د پخلي، سرپنا او عمومي ژوند لپاره د سون د لرګیو او ساختمانی توکو مهمې منابع برابروي. د افغانستان په کلیوالو سیمو کې ټوله تکیه د سون پر جامدو موادو کېږي او له زیاتېدونکي نفوس سره د پخلي لپاره د لرګیو استعمال ډیرېږي او که سملاسي اقدام ونه شو د ځنګلو له منځه تلل زیاتېږي. همدارنګه د تجارتي موخې په خاطر د چاتراشو لپاره په ناقانونه ډول د ځنګلونو پرې کول په افغانستان کې د ځنګلو د پاتېکېدو په وړاندې یو ستر ګواښ دی.
.. د ځنګلونو او شنو ورښوګانو له منځه تلو او د زیاتې مال څرونې او د وچې ځمکې له کرنې سره خاوره د بادونو او باران له امله د رژیدو له ګواښ سره مخ ده. د ځمکې حاصل په کمېدو دی چې له امله یې خلک د ډوډۍ او کار په لټه کې له کلیو نه ښارونو ته کډه کېږي.

.. په ښاري مرکزونو کې د خځلو د تنظیم کمزوری سیسټم او د حفظ الصحیې او د فضله موادو د ویستلو د عصری سیسټمونو نشتوالی هغه مهم چاپریالي عوامل دي چې د خلکو روغتیا اغیزمنه کوي. د دې سربېره د افغانستان په ښارونو په ځانګړې توګه کابل، کندهار او مزارشریف کې د هوا د ککړتیا کچه لوړه ده.

د چاپریال ویجاړتیا د پاکو اوبو پر شتوالي او پاکو اوبو ته د خلکو پر لاسرسی د پام وړ اغیزه کوي. د پاکو اوبو سرچینو ته د لاس نه رسیدل او کمزورې حفظ الصحیه د وګړو، په ځانګړې توګه د ماشومانو، په ناروغه کېدو کې ستر لاس لري. تر نیمایي ډیر هغه افغانان چې په ښارونو کې اوسېږي د پاکو اوبو سرچینو ته لاسرسی نه لري. په کلیوالو سیمو کې د اټکلونو له مخې په هرو پنځو افغانانو کې څلور ناپاکې اوبه څښي.

.. په ښاري سیمو کې په هرو ۳ افغانانو کې یوازې یو د حفظ الصحیې اسانتیاوو ته لاسرسی لري. په کلیوالو سیمو کې په هرو لسو افغانانو کې یوازې یو د حفظ الصحیې اسانتیاوو ته لاسرسی لري. په کلیوالو سیمو کې د روغتیا ساتنې پر زده کړه او په تشنابونو کې پر ښه والي راوستلو تمرکز کېږي او په ښاري سیمو کې د فضله موادو د ویستلو په فعاله سیسټمونو کې پر ښه والي راوستلو تمرکز کېږي.

..د ښاري سیمو ۷۵٪ یا لږ او ډیر ۵ میلونه اوسېدونکي په نانخشه شوو ځایونو کې کې اوسېږي. افغانستان د اسیا په کچه د ښاري کېدو تر ټولو لوړه کچه (۶٪) لري چې په ښاري سیمو کې د خدمتونو وړاندې کولو لا له وړاندې کمځواکي سیسټم باندې دروند بار دی.

د زریزې افغاني شوې پرمختیایي موخه او شاخصونه

==> د هېواد په تګلارو او پروګرامونو کې د پایېدونکې ودې د اساساتو ځایول او د محیطي سرچینو د له منځه تلو د لړۍ په شا تمبول.

.. پر ځنګل د پوښل شوې ځمکې تناسب
.. په عمومي مساحت کې د ژوو د تنوع د ساتنې لپاره د خوندي شوې ځمکې نسبت
.. د زر ډالرو په کورني ناخالص عاید کې د انرژي استعمال (د کیلو تیلو معادل) (PPP)
.. د کس پر سر د کاربون ډای اوکسایډ د تولید او د اوزن د پوړ د ویجاړوونکي کلورو فلورو کاربن استعمال اندازه
.. د سوند د جامدو موادو د استعمالوونکو وګړو تناسب

==> تر ۲۰۲۰ د هغو خلکو شمیر نیمایي ته راټیټول چې د څښاک پاکو اوبو او د حفظ الصحیې اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

.. په ښارونو او کلیو کې د پاکو اوبو سرچینو ته د خلکو د لاسرسي فیصدي
.. په ښارونو او کلیو کې د حفظ الصحیې اسانتیاوو ته د خلکو د لاسرسي فیصدي

==> تر ۲۰۲۰ پورې د هغو خلکو په ژوند کې د پام وړ ښه والي راوستل چې په نانخشه شوو ځایونو کې اوسېږي

.. د هغو کورنیو فیصدي چې په خوندي ځایونو کې د اوسېدو وس لري
 

 

|له موږ سره اړیکه | | له موږ سره کار | | د چاپ حق او د کارولو شرطونه |