|
د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره په افغانستان کې |
د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره غواړي چې د دولت وړتیا دومره لوړه کړي چې خپل ولس ته عامه خدمتونه په اغیزمنه، ګټوره، مساوي او مسؤوله توګه وړاندې کړي، یوه مشارکتي ولسواکي او یوه مسؤوله مدني ټولنه پیاوړي کړي او د پایېدونکي معیشت لپاره مناسب او خوندي چاپریال رامنځته کړي .
...نور
|
د زرېزې پرمختیايي موخې په افغانستان کې |
 |
له موږ سره اړیکه |
له موږ سره اړیکه |
|
له ایډز، ملاریا، نري رنځ او نورو ناروغیو سره مبارزه (شپږمه موخه) |
.. که څه هم په افغانستان کې د ایچ ای وي کچه ډیره ټیټه ده خو د خپرېدو خطره یې ډیره ده. د نشه یي توکو استعمال ډیر دی او ډیر نشیان د نشې ستنې سره شریکوي او له خطرې نه یې خبر نه دي. د وینې له انتقال نه وړاندې د ایچ ای وي لپاره د وینې منظمه معاینه نه کېږي او یوازې ۳۰ سلیزه یې معاینه کېږي. د ناخبري له امله د کانډوم یا پوښ استعمال ډیر کم دی او په څلورو کې درې برخو واده شوو ښځو د اولاد د کنټرول د لارو چارو په هکله هیڅ نه دي اورېدلي.
ملاریا د افغانستان په ټولو هغو سیمو کې شته چې د بحر د سطحې د اندازې له مخې یې لوړوالی تر ۱۵۰۰ میتره ټیټ وي او په ۶۰ فیصده افغانستان کې ډیره خپره ده. په ۲۰۰۴م کال کې د ملاریا د پېښو شمېر د ۲- ۳ میلونه پورې وو.
.. د ټول عمر خلک یو برابر پر ملاریا اخته کېږي خو په ختېزه سیمه کې تر ۱۵ کلنۍ کم ماشومان پرې ډیر اخته کېږي. د هېواد په ډیرو برخو کې د اپریل او نوامبر د میاشتو تر منځ خلک پر ملاریا اخته کېږي. داسې شواهد ترسترګو کېږي چې د ملاريا پېښې په زیاتېدو دي.
.. په اټکلي ډول په افغانستان کې په هرو ۱۰۰.۰۰۰ وګړو کې هر کال ۳۳۳ د نري رنځ په ناروغۍ اخته کېږي او ۹۱ یې له امله مري. ځوانې ښځې پر دغې ناروغۍ د اخته کېدو له ګواښ سره ډیرې مخ دي او د عامې روغتیا د رپوټونو له مخې د نري رنځ د ټولو بالغو ناروغانو ۷۰ ٪ جوړوي.
هغه عوامل چې د ملاریا او نري رنځ په ډیروالي کې ونډه لري:
د خلکو له یو ځایه بل ځای ته کډه کېدل
د روغتیا پالنې د بیخبنا نشتوالی
د روغتیا پالنې اسانتیاوو ته محدود لاسرسی
د بې کیفیته او جعلي دواګانو استعمال
د درملنې سمه لار نه مراعت کول
سؤتغذیه او
له کلوروکوین سره چې تر ټولو ډیره استعمالېدونکې د ملاریا ضد دارو دی د ملاریا زیاتېدونکی مقاومت
له دغو ناورغویو سره د مبارزې په لار کې د افغانستان د زریزې موخه او شاخصونه
= = > تر ۲۰۲۰ پورې د ایډز خپرېدل درول او بیا شاته تمبول
.. د وینې ورکوونکو په منځ کې د ایچ ای وي شیوع
.. د ایچ ای وی/ایډز او جنسي لارې انتقالېدونکو ناروغیو لپاره د وینې د معاینې تناسب
.. له کانډوم (پوښ) نه د اولاد د کنټرول د لارې په توګه د ګټې اخیستو اندازه
.. د اولاد د کنټرول له لاروچارو نه د ګټه اخیستلو اندازه
.. د هغو وګړو سلینه (فیصدي) چې ۱۵- ۴۹ کلونو پورې عمر لري او د ایډز په هکله هر اړخیز معلومات لري
.. د هغو ښځو تناسب چې د کورنۍ د کنټرول لپاره مشورې ته باید تللې وای خو نه دی تللې
.. تر ۲۰۱۵ پورې د هغو نشیانو تناسب چې د ستنې له لارې دارو استعمالوي
= = > تر ۲۰۲۰ پورې د ملاریا او نورو سترو ناروغیو د پیښو درول او بیا شاته تمبول
.. د ملاریا شیوع او له ملاریا سره د تړلیو مرګونو اندازه
.. د هغو وګړو تناسب چې د ملاریا د خطرې په سیمو کې اوسېږي او د ملاریا د مخنیوي او درملنې له اغیزمنو لارو چارو کار اخلي
.. د نري رنځ شیوع او له نري رنځ سره تړلیو مرګونو اندازه
.. د نري رنځ د هغو پیښو شمېر چې د مستقیمې څارنې له درملنې سره سم تشخیص او تداوي کېږي
|
|