|
د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره په افغانستان کې |
د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره غواړي چې د دولت وړتیا دومره لوړه کړي چې خپل ولس ته عامه خدمتونه په اغیزمنه، ګټوره، مساوي او مسؤوله توګه وړاندې کړي، یوه مشارکتي ولسواکي او یوه مسؤوله مدني ټولنه پیاوړي کړي او د پایېدونکي معیشت لپاره مناسب او خوندي چاپریال رامنځته کړي .
...نور
|
د زرېزې پرمختیايي موخې په افغانستان کې |
 |
له موږ سره اړیکه |
له موږ سره اړیکه |
|
د میندو د روغتیا ښه والی (۵مه موخه) |
.. په ۱۰۰.۰۰۰ زېږونونو کې د ۱۶۰۰ ښځو د مړینې له مخې د افغانستان د امینداور ښځو د مړینې کچه یوازې په نړۍ کې له هغو تر ټولو غریبو هېوادونو سره برابره ده چې جګړې ځپلي دي.
.. په افغانستان کې د امیندوارو ښځو د مړینې تر ټولو لوړه کچه د بدخشان په رغ ولسوالۍ کې ثبت شوې چې په هرو ۱۰۰۰ ولادتونو کې ۶۵ ښځې له امینداورۍ سره تړلیو لاملونو له امله مري. ورته شمېرې کېدای شي په نورو لیرې پرتو سیمو لکه غور او ډایکونډي کې هم وي.
.. د ټول هېواد په کچه په دریمه برخه روغتیایي اسانتیاوو کې ښځینه روغتیایي کارکوونکې نشته چې له همدې امله د روغتیا پالنې اسانتیاوو ته د ښځو لاس سم نه رسېږي. د روغتیا پالنې د اسانتیاوو د نشتوالي تر څنګ د ځینو هغو عواملو له امله چې ښځې او د دوی کورنۍ نه پرېږدي چې روغتیایي مرکزونو ته لاړ ښي په هرو لسو ولادتونو کې ۹ په کور کې پېښېږي او په هرو لسو ولادتونو کې په شا او خوا ۸ کې داسې کسان حاضر وي چې کافي مهارت نه لري.
د زرېزې افغاني شوې موخه او شاخصونه
= => د ۲۰۰۲ او ۲۰۱۵ تر منځ د میندو د مړینې کچه په سلو کې پنځوس او تر ۲۰۲۰ پورې یې د ۲۰۰۲م کال څلورمې برخې ته راټیټول
.. د میندو د مړینې کچه
.. د ماهره روغتیا پالو تر څارنې لاندې د زېږون تناسب
.. د امینداوره کېدو کچه
.. د هغو ښځو تناسب چې له زېږون نه مخکې مسلکي پاملرنه ورته کېږي
|
|