|
د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره په افغانستان کې |
د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره غواړي چې د دولت وړتیا دومره لوړه کړي چې خپل ولس ته عامه خدمتونه په اغیزمنه، ګټوره، مساوي او مسؤوله توګه وړاندې کړي، یوه مشارکتي ولسواکي او یوه مسؤوله مدني ټولنه پیاوړي کړي او د پایېدونکي معیشت لپاره مناسب او خوندي چاپریال رامنځته کړي .
...نور
|
د زرېزې پرمختیايي موخې په افغانستان کې |
 |
له موږ سره اړیکه |
له موږ سره اړیکه |
|
د ښځو او نارینه وو تر منځ مساوات او د ښځو واک ته وده ورکول (۳مه موخه) |
.. په هغه سیمه یېزې مقایسه کې چې په ۱۶ هېوادونو کې د نجونو د
لومړنیو زدکړو د بشپړولو اندازه او د زریزې د پرمختیایي موخو په لور پرمختګ په کې
مقایسه شوی افغانستان په دغه سیالۍ کې شاته پاته دی. که په افغانستان کې په زدکړه
کې د جنسي توپیر د له منځه وړلو امکان وي نو په لومړنیو ښوونځیو کې د هرو درې
داخلېدونکو ماشومانو تر څنګ پنځه نجونې او په منځنیو ښوونځیو کې د هر یو هلک تر څنګ
باید درې نجونې شاملې شي.
.. د ګاونډیو هېوادونو او په وچه کې ایسارو هېوادونو په منځ کې افغانستان د ښځو د
سواد تر ټولو ټیټه کچه لري.
.. په افغانستان کې ښځې تر نارینه وو ډیر غیري رسمي کارونه لکه، بې معاشه کورنی کار،
د وړې کچې اقتصادي کارونه تر سره کوي چې اندازه کول یې ډیر ستونزمن او د کارحقوق او
ګټه یې کمه ده.
.. د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی په افغانستان کې خورا خپور دی چې د ښځو له ټیټ
ټولنیزوضعیت سره تړلی او اوږدې تربګنۍ او شخړې هم په کې نقش لري.
.. د افغانستان په ملي شورا کې په نړۍ کې نږدې تر هر بل هېواده ډیرې څوکۍ بېلې شوي.
خو که ښځو ته په محلي کچه په پرېکړو کې ونډه ورنکړای شي دغه کار به په ټولېزه توګه
د ښځو پر سیاسي ونډه چندان اغیزه ونه کړي. اوس مهال، ښځې په محلي کچه او محلي دولتی
ادرو کې لیږ استازیتوب لري.
د زریزې افغاني شوې موخه او شاخصونه
== تر ۲۰۲۰ نه وړاندې د زدکړو په ټولو سطحو کې د ښځو او نارینه وو تر منځ
ناانډولي له منځه وړل
.. په لومړنیو، منځنیو او لوړو زدکړو کې د نجونو او هلکانو تناسب
.. د باسوادو ښځو او نارینه وو تناسب (۱۵- ۲۴ کلنو)
== تر ۲۰۲۰ پورې په اقتصادي ډګر کې د جنسي ناانډولي له منځه وړل
.. د ښځینه او نارینه دولتي مامورینو تناسب
== تر ۲۰۲۰ پورې د ټولو دولتي کچو په منتخبو ادارو کې تر ۳۰ ٪ پورې د ښځو ونډه
ډیرول
.. په ملي، ولایتي او د ولسوالیو په منتخبو شوراګانو کې د ښځو د څوکیو تناسب
== عدالت ته لاسرسېدو کې تر ۲۰۱۵ پورې ۵۰ ٪ او تر ۲۰۲۰ پورې په بشپړه توګه (۱۰۰
٪) د جنسي ناانډولي له منځه وړل
.. له اساسي قانون سره سم د هغو قوانینو بیاکتنه او تعدیل چې د ښځو حقونه ساتي، په
ځانګړې توګه د کار، کورنۍ ، ملکیت او میراث اړوند حقونه.
.. د داسې قوانیو تصویبول چې د جنسي تاوتریخوالي ټول ډولونه د جرایمو په توګه تثبیت
کړي.
|
|