د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره

افغانستان

UNDP global website

د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره په افغانستان کې

د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره غواړي چې د دولت وړتیا دومره لوړه کړي چې خپل ولس ته عامه خدمتونه په اغیزمنه، ګټوره، مساوي او مسؤوله توګه وړاندې کړي، یوه مشارکتي ولسواکي او یوه مسؤوله مدني ټولنه پیاوړي کړي او د پایېدونکي معیشت لپاره مناسب او خوندي چاپریال رامنځته کړي .

...نور

د زرېزې پرمختیايي موخې په افغانستان کې

 

له موږ سره اړیکه

له موږ سره اړیکه

ټولو نجونو او هلکانو ته لومړنۍ زده کړې ورکول (دویمه موخه)

.. په هرو پنځو افغانانو کې یو د ښوونځي عمرلري چې په نړۍ کې یو تر ټولو لوړ تناسب دی.

.. د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۵ ترمنځ ښوونځیو ته د ماشومانو د ورستنولو د کمپاین له بریالیتوب سره سره په ښوونځیو کې د هلکانو شمېر له نجونو نه یو څه په چټکۍ په زیاتېدو دی. که څه هم اوس مهال په ښوونځیو کې د نجونو شمېره مخ په زیاتېدو ده خو بیا هم هلکانو ته د ورسېدو امکان یې کم دی.

.. اوس مهال په افغانستان کې په ښوونځیو کې د ماشومانو د دقیق شمیر په هکله معلومات نشته. په ښوونځیو کې د داخلې اندازه د بدیل شاخص په توګه کارول کېږي. په ۲۰۰۳ کې په ښوونځیو کې داخله ۵۴ ٪ یا ۲،۳ میلونه زده کوونکي دي. د ۱۹۹۷ او ۲۰۰۳ تر منځ په ښاري سیمو کې د کلیوالو سیمو په پرتله د ماشومانو خالصه داخله ۵۰ فیصده ډیره ده.

.. په عمومي داخله او حاضري کې د چټک زیاتوالي سره سره په ۲۰۰۳ کې دوه میلونه ماشومان، نجونې د هلکانو دوه برابره، ښوونځیو کې نه دې شامل شوي.

.. له ښوونځیو پاتې شوي ماشومان اکثریت د هېواد په جنوبي او مرکزي برخو کې اوسېږي، خو د هغو ولایتونو شمېر په کمېدو دی چې لېږ ماشومان په کې ښوونځيو ته ځي.

.. که څه هم په تیرو څو کلونو کې ښه پرمختګ شوی او ګټورې پالیسۍ شته خو د افغانستان لپاره به سخته وي چې تر ۲۰۲۰ پورې ټولو نجونو او هلکانو ته لومړنۍ زدکړې ورکړي. په دې ارزونه کې دي ټکي ته پام شوی چې په افغانستان کې په ښوونځیو کې د ماشومانو او په ځانګړې توګه نجونو د داخلې اندازه ډیره ټیټه ده او د ښوونځي د عمر د ماشومانو تناسب ډیر لوړ دی. دغه دنده ستونزمنه خو شونې (ممکن) ده.
.. په عمومي توګه ۴۵ ٪ ماشومان لومړنۍ زده کړې بشپړوي چې ۵۶ ٪ یې هلکان او ۳۰ ٪ یې نجونې دي. دا په دې مانا چې په لومړي ټولګي کې له داخل شوو ټولو هلکانو او نجونو نه یوازې لږڅه تر نیمایي ډیر هلکان او یوازې شا اوخوا دریمه برخه نجونې پنځه کلنې زدکړې بشپړوي.

.. هغه افغان ځوانان چې له ۱۵ تر ۲۴ کلو پورې عمرلري ۳۴ ٪ یې باسواده دي په دې کې هلکان ۵۰ ٪ او نجونې ۱۸ ٪ باسواده دي. په دوی کې هم هغه چې ډیر ځوان دي ډیر یې لیک او لوست کولای شي. د سیمو په منځ کې هم توپیر شته په ځانګړې توګه په هغو ولایتونو کې د بېسوادي کچه لوړه ده چې له شمال د سهیل په لوري پراته دي.

د زرېزې افغاني شوې پرمختیایي موخه او شاخصونه

تر ۲۰۲۰ پورې باید ټول هلکان او نجونې هر چیرې چې وي یو برابر لومړنۍ زده کړې بشپړې کړي
.. په لومړنیو زده کړو کې د عمومي داخلې تناسب
.. د هغو کوچنیانو تناسب چې لومړي ټولګي کې داخلېږي او پنځم ټولګي ته رسېږي
.. د ۱۵- ۲۴ کلونو ځوانانو د سواد کچه
 

 

 

|له موږ سره اړیکه | | له موږ سره کار | | د چاپ حق او د کارولو شرطونه |