د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره

افغانستان

UNDP global website

د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره په افغانستان کې

د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره غواړي چې د دولت وړتیا دومره لوړه کړي چې خپل ولس ته عامه خدمتونه په اغیزمنه، ګټوره، مساوي او مسؤوله توګه وړاندې کړي، یوه مشارکتي ولسواکي او یوه مسؤوله مدني ټولنه پیاوړي کړي او د پایېدونکي معیشت لپاره مناسب او خوندي چاپریال رامنځته کړي .

...نور

د زرېزې پرمختیايي موخې په افغانستان کې

 

له موږ سره اړیکه

له موږ سره اړیکه

د بېوزلي او لوږې له منځه وړل (لومړۍ موخه)


په افغانستان کې د بېوزلۍ د څرنګوالي په اړه د معلوماتو نشتوالی د بېوزلۍ اندازه لګونه له خنډ سره مخ کوي. د عاید یا شتو (دارایي) لپاره د زریزې د نړیوالو پرمختیاي موخو د شاخصونو باوري اټکل سخت دی خو په لاس کې شته معلومات ښیي چې په سلو کې شل کلیوالې کورنۍ په دوامدره توګه د خوارکي توکو له کمي او په سلو کې اتلس یې په موسمي ډول د خوارکي توکو له کمي سره مخ دي. نو ۲۰- ۴۰ ٪ افغانان د کال په بېلابېلو برخو کې د خوارکي توکو مرستې ته لږ او ډیره اړتیا لري.

د جګړې له امله د تولیداتو او د بازار د سیسټمونو له ویجاړیدو او د کلنی باران د اورېدو په وختونو کې د ډراماټیکو تغیراتو سره سره افغانانو پر ټولنیزو شبکو، له بهر نه رالېږل شوو پیسو، کډوالۍ او له وچکالۍ سره د مقاومو حاصلاتو (اپینو) باندې د تکیې له لارې ځانونه ساتلي دي.

د اټکلونو له مخې د خوارکي توکو کمی په لویدځ کې په هرات او غور؛ په ختیځ کې په جوزجان، فاریاب او سمنګانو؛ په شمال کې په بلخ او په منځنیو غرنیو سیمو کې په بامیانو کې ډیر و. د دې سیمو په پرتله په شمال ختیز کې د بېوزلۍ کچه نسبتاً ټیټه وه. بېوزلي په هغو سیمو کې چې اوبه نه لري کېدای شي ډیره وي او په سلو کې ۶۵ کورنۍ د خوارکي توکو له پلوه بسیا نه دي.

سؤتغذیه د افغانانو لپاره ستره ستونزه ده. نږدې په سلو کې ۴۰ تر درې کلونو کم عمره ماشومان په سخته یا منځنۍ توګه کم وزنه دي او د دغو په سلو کې تر پنځوسو ډیر اوسطاً یا شدیداً کمځواکي دي. په افغاني خوراک کې تنوع کمه ده. په خوراکي توکو کې د تنوع کمی د لازمو تغذیي موادو د کمي او بالاخره د سؤتغذیې لامل ګرځي.

د کلیوالو افغانانو ۷۵ فیصده خوراکي مواد حبوبات او اکثره غنم دي. د غور، هرات، لغمان، خوست او ارزګان په۸۰ - ۹۰ کورنیو کې په خوارک کې تنوع ډیره کمه ده. ځیني د دغو ولایتونو له دوه ګوني زیان سره مخ دي ځکه چې ډیرې کورنۍ یې د خوراک توکو له کمي سره هم مخ دي.

د زریزې افغاني شوې پرمختیایي موخې او شاخصونه

== < تر ۲۰۲۰ پورې هر کال د هغو وګړو تناسب ۳ ٪ راټیټول چې په ورځ کې له یو ډالر کم عاید لري
.. د هغو وګړو تناسب چې له یو ډالر کم عاید لري
.. د هغو وګړو تناسب چې د بېوزلۍ له ملي لیکې ښکته ژوند کوي
.. د بېوزلۍ د واټن تناسب (پیښې xد بېوزلۍ ژوروالی)
.. په ملي مصرف کې د پنځمه برخه بېوزلو ونډه
== < تر ۲۰۲۰ پورې هر کال د هغو وګړو تناسب ۵ ٪ راټیټول چې له لوږې نه ځورېږي
.. تر پنځو کلونو کم عمره کم وزنو ماشومانو څومره والی
.. د هغو وګړو تناسب چې د خوراکي انرژۍ تر ښکتنۍ اندازې هم کم خوراک کوي
 

 

 

|له موږ سره اړیکه | | له موږ سره کار | | د چاپ حق او د کارولو شرطونه |