د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره

افغانستان

UNDP global website

د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره په افغانستان کې

د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره غواړي چې د دولت وړتیا دومره لوړه کړي چې خپل ولس ته عامه خدمتونه په اغیزمنه، ګټوره، مساوي او مسؤوله توګه وړاندې کړي، یوه مشارکتي ولسواکي او یوه مسؤوله مدني ټولنه پیاوړي کړي او د پایېدونکي معیشت لپاره مناسب او خوندي چاپریال رامنځته کړي .

...نور

د زرېزې پرمختیايي موخې په افغانستان کې

 

له موږ سره اړیکه

له موږ سره اړیکه

د زرېزې پرمختیايي موخې په افغانستان کې

د افغانستان د زریزې پرمختیایي موخو ته زغلنده کتنه

د زریزې پرمختیایي موخې د افغانستان د ملي پرمختیایي تګلارې په پراخه چوکاټ کې

په سیپټمبر، ۲۰۰۰م کې کله چې د ملګرو ملتونو په عمومي شورا کې د زریزې غونډه جوړه شوه افغانستان کې جګړه وه او له همدې امله یې ونشوکړای چې د زریزې د پرمختیایي موخو د ټاکلو په بهیر کې ونډه واخلي. دافغانستان دولت د زریزې اعلامیه او د زریزې پرمختیایي موخې د ۲۰۰۴ په مارچ کې تصویب کړې. افغانستان، چې دوه لسیزې یې د جګړې له امله له لاسه ورکړې، اړ وو چې محلي شرایطو ته په پام سره په نړیوال مهال ویش او معیارونو کې بدلون راولي. پاتې نړیوالې ټولنې د زریزې موخې داسې تعریف کړې چې د ۱۹۹۰ کال د شمیرو او معیارونو له مخې به یې تر ۲۰۱۵ م کال پورې تر لاسه کوي. د لاسه وتلیو لسیزو او د معلوماتو د نشتوالي له امله، افغانستان د زریزې د پرمختیایي موخو د لاسته راوړنې لپاره د ۲۰۰۲- ۲۰۰۵ شمیرو او معیارونو ته په پام سره ۲۰۲۰م کال ټاکلی دی.

د سختې بې وزلۍ، خراب روغتیایي حالت او ولږې سره سره افغانستان د امن نشتوالي تر ټولو غټه ستونزه ګڼي. په همدې خاطر افغان دولت د سولې او امنیت او د نورو موخو په لاسته راوړلو کې یې اهمیت ته په پام سره د زریزې پر نړیوالو پرمختیایي موخو د امنیت ښه والی د نهمې موخې په توګه ورزیاته کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو د پرمختیایي مرستې چوکاټ داسې تنظیم شوی چې د افغانستان د ملي پرمختیایي تګلارې له لارې له ملي لومړیتوبونو سره مرسته وکړي. په افغانستان کې به د زریزې پرمختیایي موخې د افغانستان د زریزې د پرمختیایي تګلارې بنسټ جوړوي.

افغانستان په تاریخي نړیوال مشارکت کې ستر پرمختګ کړی دی: د بون تړون، په ټوکیو او برلین کې شوې ژمنې، د لندن او بالاخره د پاریس غونډه. افغانستان دغو موخو ته د رسیدو لپاره پراخه، د وړاندوینې وړ او دوامداره نړیوالې مرستې ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د زریزې د موخو لاسته راوړنه یوازې یو پرمختیاي هدف نه بلکې د هیواد، سیمې او نړۍ د امن لپاره یو ضرورت دی.

د افغانستان د زرېزې پرمختیایي موخې ( ۹ موخې)

د سختې بېوزلي او لوږې له منځه وړل (لومړۍ موخه)
ټولو نجونو او هلکانو ته لومړنۍ زده کړې ورکول (دویمه موخه)
د ښځو او نارینه وو تر منځ مساوات ته وده ورکول او د ښځو پیاوړي کول ( دریمه موخه)
د ماشومانو مړینه کمول (څلورمه موخه)
د میندو روغتیا کې ښه والی راوستل (پنځمه موخه)
د ایچ ای وی/ایډز، ملاریا، نري رنځ او نورو نارغیو په وړاندې مبارزه کول (شپږمه موخه)
د چاپریال پایېدنه ډاډمنول (اوومه موخه)
د پرمختیا لپاره نړیوال ګډ کار ته وده ورکول (اتمه موخه)
امنیت کې ښه والی راوستل (نهمه موخه)
 

 

 

|له موږ سره اړیکه | | له موږ سره کار | | د چاپ حق او د کارولو شرطونه |